تازه خبرونه

مسلمان عالمان دې په افغانستان کې “بې اساسه” تاوتریخوالی وغندي- حنیف اتمر

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له اسلامي همکاریو سازمان څخه وغوښتل، چې د افغانستان د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ چټک کړي او روان “بې اساسه” تاوتریخوالی وغندي.

اتمر د نایجیریا په پلازمېنه نیامیا کې د او آی سي د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا۴۷ غونډې ته په وینا کې ویلي: مونږ له تاسې ټولو څخه غواړو، چې د سولې له بهیر سره یو ځای شئ او د او آی سي په غړیو هېوادونو کې دیني عالمان وهڅوي، چې په افغانستان کې تاوتریخوالي وغندي او له سولې ملاتړ وکړي.

هغه دغه راز د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر ډطرېدو هم اندېښنه وښوده او له او اي سي یې وغوښتل، چې پر طالبانو فشار ډېر کړي. چې اوربند ته غاړه کېدي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د وسلوالو طالبانو په تاوتریخوالي کې ملکي وګړيو ته ډېر ځاني زیاونه رسېدلي دي.   

Trending

Exit mobile version