Connect with us

سیمه ییز خبرونه

مریم نواز د پاکستان د پنجاب ایالت اعلی وزیره شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف لور مریم نواز د دوشنبې پر ورځ د تر ټولو د ډېرو وګړیو لرونکي ایالت پنجاب د اعلی وزیرې په توګه غوره شوه.

۵۰ کلنه مريم، چې د خپل پلار د سياسي وارثې په توګه لومړنۍ ښځه ده، چې د پنجاب اعلی وزيره شوه. دا هغه څوکۍ ده، چې له اوږدې مودې راپدیخوا د هېواد د صدراعظمۍ لپاره ترې ګام پورته شوی دی.

د پنجاب ایالتي پارلمان مشر څرګنده کړې؛ مریم نواز په ایالتي اسمبلۍ کې، چې ۳۷۱ څوکۍ لري ۲۲۰ رایې ګټلې دي.

د سني اتحاد شورا ګوند، چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان له ملاتړه برخمن دی؛ دغه رایې تحریم کړې دي.

عمران خان او د هغه متحدین ادعا کوي، چې د فبرورۍ د اتمې په ټولټاکنو کې د دوی پر وړاندې درغلۍ شوي؛ خو دا تور هغه تور دی، چې د ټاکنو کمیسیون رد کړی.

مريم نواز د ټاکنو له ګټلو وروسته په ایالتي پارلمان کې د وينا پر مهال وويل: زه ناهیلې يم، چې مخالفان مو دلته د دې ډيموکراتيک بهير ګډونوال نه‌دي.

مريم د خپلې کورنۍ څلورمه غړې ده، چې د پنجاب اعلی وزيره کیږي. پنجاب د پاکستان د ۳۴۱ میلیون وکړو۵۳ سلنه او د ۳۵۰ میلیارډ ډالرو ناخالص کورني تولید ۶۰ سلنه برخه جوړوي. همدا راز دا ایالت د شریف کورنۍ د زېږېدا ټاټوبی دی.

نواز شریف او کشر ورور یې شهباز شریف هم د پنجاب د اعلی وزیرانو په توګه کار کړی دی. د شهباز زوی تېر کال څو میاشتې په دې چوکۍ کې پاتې شوی و.

په پام کې ده، چې د روانې اوونۍ په وروستیو کې شهباز شریف د پاکستان د پارلمان په غونډه کې د دوه‌یم ځل لپاره د پاکستان د صدراعظم په توګه غوره شي.

سیمه ییز خبرونه

په منځني ختیځ  کې د بي -۲ الوتکو ځای پرځای کول به د ایران لپاره پیغام وي که نه – پنټاګون

هغه هیله وښوده، چې د تهران د اټومي پروګرام لپاره به د امریکا او ایران خبرې اترې سوله‌ییزې حل شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسټ ویلي پرېکړه اوس د ایران پورې اړه لري، چې آیا په منځني ختیځ  کې د بي -۲ بم غورځونکو الوتکو ځای پرځای کول به تهران ته یو پیغام وي که نه.

هغه هیله وښوده، چې د تهران د اټومي پروګرام لپاره به د امریکا او ایران خبرې اترې سوله‌ییزې حل شي.

امریکایي چارواکو رویټرز ته ویلي؛ پر یمن د امریکا د بمبارډ او له ایران سره د تاوتریخوالی له زیاتېدا سره همماله دې هېواد په مارچ میاشت کې شپږ بي-۲ بم غورځوونکې الوتکې د هند اوقیانوس د ډیګو ګارسیا د ټاپو امریکایي- بریټانوي پوځي اډې ته لېږدولې دي.  

د امریکا هوايي ځواک یوازې ۲۰ بي-۲ بم غورځوونکې الوتکې لري؛ ځکه، نو لږ کارول کېږي.

کارپوهانو ويلي، چې بي-۲ الوتکې پټه ټکنالوژي لري او د امریکا د درندو بمونو او اټومي وسلو د لېږدولو لپاره سمبال شوې دي.

کله، چې له هګسټ څخه وپوښتل شول؛ آیا بي – ۲ ایران ته پیغام لیږدوي، هغه وویل: “مونږ به دوی ته اجازه ورکړو، چې پرېکړه وکړي.”

هغه د پاناما په سفر کې خبریالانو ته ویلي: “دا یوه لویه شتمني ده … ټولو ته پیغام لېږدوي.”

هغه څرګنده کړې: “ولسمشر ټرمپ دا ښکاره کړې ده … ایران باید اټومي بم ونلري. مونږ ډېر هیله من یوو – ولسمشر پر سوله‌ییزه حل راڅرخي.”

ټرمپ د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې امریکا او ایران د شنبې پر ورځ د تهران د اټومي پروګرام په اړه مستقیمې خبرې پیلوي او دا خبرداری یې هم ورکړ، چې که خبرې اترې ناکامې شي؛ نو ایران به له لوی خطر سره مخ شي.

ایران، چې په دې وروستیو اوونیو کې یې د ټرمپ غوښتنې رد کړې وې؛ وویل، چې غیر مستقیمې خبرې به په عمان کې ترسره شي او د دواړو هېوادونو پر اختلافاتو یې ټینګار وکړ.

د چاارشنبې پر ورځ ټرمپ یو ځل بیا ګواښ وکړ، چې که ایران د خپل اټومي پروګرام پای ته رسولو سره هوکړه ونکړي؛ نو له پوځي ځواک څخه به کار واخلي.

ټرمپ خبریالانو ته ویلي: “زه ډېر څه نه غواړم… خو دوی باید اټومي وسلې ونلري. که اردو ته اړتیا وي، مونږ اردو لرو. اړینه ده، چې اسرائیل به یې مشري کوي. هیڅوک مو نه‌رهبري کوي. مونږ هر هغه څه، چې غواړو ترسره کوو یې.”

هغه له د پوځي عملیات د پیل له وخت ښودلو ډډه وکړه.

لویدیځ قدرتونه ایران تورنوي، چې د یورانیمو غني کولو له لارې د اټومي وسلو د جوړولو لپاره پټ پروګرام لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تهران وايي؛ اټومي پروګرام یې په بشپړه توګه د ملکي انرژۍ لپاره دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

له افغانستان څخه پاکستان ته دې د غیرقانوني وسلو د قاچاق مخه ونیول شي

پاکستان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي، چې په افغانستان کې دې وسلو ته د ترهګرو ډلو د لاسرسي مخه ونیسي.

Published

on

(Last Updated On: )

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي ماموریت له نړۍ وغوښتل، چې له افغانستان څخه پاکستان ته دې د غیرقانوني وسلو د قاچاق مخنیوي لپاره کار وکړي.

پاکستان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي، چې په افغانستان کې دې وسلو ته د ترهګرو ډلو د لاسرسي مخه ونیسي.

سید عاطف رضا ویلي، چې وسلې د تحریک طالبان پاکستان او ازادۍ غوښتونکو بلوڅو غورځنګ په ګډون مخالفو ډلو لاس ته ورځي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د ماموریت سلاکار سید عاطف رضا د پرمختللو او عصري وسلو د قاچاق د مخنیوي لپاره د همغږۍ غوښتنه وکړه، چې تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د آزادۍ غورځنګ په څېر وسلوالې ډلې یې تر لاسه کوي.

په ملګرو ملتونو ټولنه کې د پاکستان دایمي استازولۍ سلاکار سیدعاطف رضا ویلي: “وسلوالې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د میلیارډونو ډالرو پر ارزښت غیرقانوني وسلې لري، چې د ملکي وګړو او پاکستاني وسلوالو ځواکونو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې کارول کیږي. مونږ له خپلو نړیوالو شریکانو غواړو، چې د پرېښودل شویو وسلو پراخه زیرمې بېرته ترلاسه کړي، د وسلوالو ترهګرو ډلو لاسرسی پرې کړي، او د غیرقانوني وسلو د دې غوړېدونکي تور بازار د تړلو لپاره ګامونه پورته کړي.”

د پاکستان ډيپلومات د اسلام‌آباد دریځ بیا تکرار کړ، چې ټي ټي پي او نور وسلوال په افغانستان کې خوندي ځایونه په پاکستان کې دننه د وژونکو بریدونو لپاره کاروي.

ځینې ​​افغان کارپوهان په افغانستان کې د پاتې شویو وسلو د ساتنې پر اړتیا ټینګار کوي او وايي، چې پاکستان په امنیتي همکارۍ کې مخلص ندی او دوه ګونی معیار لري.

دلته بیا  اسلامي امارت تل له افغانستان څخه پاکستان او سیمې ته د امریکایي وسلو لېږد او قاچاق رد کړی دی.

د اسلامي امارت ویاند تل ټینګار کړی، چې په افغانستان کې پاتې شوي تجهیزات او وسلې د هېواد شتمني ده؛ ساتل کیږي او د افغانستان د خاورې د دفاع لپاره به وکارول شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د اټومي انرژۍ په اړه د خبرو ناکامېدا به له ایران سره جګړه شونې کړي – فرانسه

دا خبرې د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ژان نول باروټ د چارشنبې پر ورځ کړې دي.

Published

on

(Last Updated On: )

د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ژان نویل باروټ ویلي، چې د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو پر نوي تړون هوکړه ونشي؛ نو پوځي برید شونی ښکاري.

دا خبرې د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ژان نول باروټ د چارشنبې پر ورځ کړې دي.

هغه د پارلماني غونډې پر مهال ویلي: “د دې تړون (۲۰۱۵) پای ته رسیدو ته یوازې څو میاشتې پاتې دي.”

نوموړي زیاته کړې: “که خبرې اترې ناکامې شي؛ نو پوځي برید به شونی وي.”

باروټ دا هم اعلان کړه؛ د ایران پر وړاندې د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه، چې په اسلامي جمهوریت کې د بهرنیو وګړو د توقیف سره تړاو لري په راتلونکو اوونیو کې به تصویب شي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د فرانسې په حکومت کې د یوې موضوع په اړه د داسې یوې غونډې ترسره کول بې ساري دي او د کړکیچونو د چټکېدو په اړه د اروپا د اندېښنې ژوروالی ښیي.

دا په داسې حال کې دهو چې پنټاګون په منځني ختیځ کې خپل شتون پیاوړی کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!