تازه خبرونه

متقي او مردوف د ترکمنستان پولې ته څېرمه د ټاپي پروژې پر کاري بهیر خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن (دوشنبه د لیندۍ شپږویشتمه) دواړو لوریو د ټاپي نللیکې د عملیاتي اړخونو د څېړلو ترڅنګ، د اوسپنې پټلۍ د غځولو، په تورغونډۍ کې د اوسپنې پټلۍ د ګودامونو جوړولو، د نوري فایبر غځولو او د ویزې او ټرانسپورټ په برخو کې د اسانتیاوو په اړه بحث او خبرې وکړې.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف د ترکمنستان پولې ته څېرمه په افغانستان کې د ټاپي نللیکې د جوړولو له پروژې لیدنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن (دوشنبه د لیندۍ شپږویشتمه) دواړو لوریو د ټاپي نللیکې د عملیاتي اړخونو د څېړلو ترڅنګ، د اوسپنې پټلۍ د غځولو، په تورغونډۍ کې د اوسپنې پټلۍ د ګودامونو جوړولو، د نوري فایبر غځولو او د ویزې او ټرانسپورټ په برخو کې د اسانتیاوو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ټاپي نللیکې د کار د پرمختګ، د کار د چټکتیا او راتلونکیو ګامونو په اړه معلومات ورکړل.

دغه راز دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې تخنیکي ډلې به د ټاپي پروژې د کار د چټکتیا، د اوسپنې پټلۍ، برښنا، ټرانسپورټي اسانتیاوو د پراختیا، د وزیزو د صادرولو د بهیر ساده کولو او د اقتصادي همکاریو د پراخولو په موخه په کابل او عشق‌آباد کې په دې اړه خپلې ناستې روانې ساتي.

Trending

Exit mobile version