تازه خبرونه
متقي او د ملګرو ملتونو استازې د دوحې پر ناسته خبرې وکړې

د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي اميرخان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې او مل پلاوي سره وکتل او دواړو لوریو د اسلامي امارت د وروستيو ډيپلوماټيکو پرمختګونو، د افغانستان په اړه د دوحې د راتلونکې غونډې او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سنيرلي اوغلو د راپور په اړه خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې؛ امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک په اړه د اسلامي امارت دریځ تکرار کړ او د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو تر منځ یې پر رغنده تعامل ټینګار وکړ.
نوموړي د دوحې د راتلونکې غونډې د اجنډا او جوړښت په اړه له یوناما څخه د بشپړ وضاحت غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې اسلامي امارت به د دې وضاحتونو په رڼا کې د خپل پلاوي د ګډون په اړه پرېکړه وکړي.
له بلې خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا په دوحه کې د راتلونکې غونډې په اړه معلومات وړاندې کړل او په دې ناسته کې یې د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل ۲۷۲۱ پرېکړه لیک کې د افغانستان لپاره د بل ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه کړې، چې اسلامي امارت یې په اړه خپله د نیوکې ګوته ونیوله.
دغه راز ارګ هم څرګنده کړې، چې تېره ورځ د اسلامي امارت سیاسي کمیسیون د شنبې پر ورځ په یوه غونډه کې د دوحې د ناستې په اړه بشپړ بحث او خبرې کړې دي.
ټاکل شوې په دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه په راتلونکیو دوه اوونیو کې جوړه شي.