تازه خبرونه

مالیې وزارت له خپلو واکونو بېرته برخمن شو

Published

on

د مالیې وزارت سرپرست وایي، د مالیې وزارت د تجزیی په اړه د ولسمشر فرمان لغوه شوی او ټول صلاحیتونه بېرته دغه وزارت ته ورکړ شوي دي.

هغه ټینګار کوي چې له دې وروسته به ټولې مالي چارې د دغه وزارت لخوا ترسره کیږي او بل هیڅ بنسټ به د لاسوهني صلاحیت نلري.

د مالیې وزارت د تجزیې اړوند د ولسمشر فرمان، له نړیوال غبرګون وروسته، ملغا شو.

د مالیې وزارت سرپرست دغه خبر تایید کړې او زیاتوي چې د کرونا پروړاندې د مبارزې په موخه په بودیجه کې هیڅ ستونزه نشته او د اضافي لګښتونو مخنیوی شوی ترڅو د کرونا پروړاندې مبارزه وشي.

عبدالهادي ارغندیوال، د مالیې وزارت سرپرست، وایي چې هغه فرمان چې ولسمشر د یاد وزارت د لغو کولو لپاره صادر کړې و، ملغا شوې دې او ټول صلاحیتونه بیرته دغه وزارت ته ورکړل شوي دي.

همداراز عبدالحبیب ځدران، د مالیې وزارت مالي مرستیال، ټینګار کوي چې د کرونا ویروس پروړاندې د مبارزې په موخه، شپږ اعشاریه شپږ میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې او یو لړ ولایاتو ته پیسې هم لیږدول شوي دي.

عیسی قدرت، د مالیې وزارت د ګمرکونو مرستیال، ویلي چې د عایداتو په برخه کې یې دوی توانیدلي چې پنځه پنځوس اعشاریه یو ملیارډ افغانې راټولې کړي او زیاتوي چې دوی هدف ته تر ډیر حده رسیدلي دي.

ناهید سرابی، د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیاله، ټینګار کوي چې له افغانستان سره د مرستو په اړه د نړیوالې ټولنې ژمنې پرخپل ځای دي او دوام به ومومي، چې د دی یوه بیلګه د نړیوال بانک د ۱۰۴ میلیون ډالرو مرسته ده.

دغه وزارت یادونه کوي چې حکومت ته به تازه طرحه وړاندې کړي څو د هغو پروژو پیسې د کروناویروس پروړاندې مبارزه کې ولګول شي کومې چې کار یې له ستونزو سره مخ دیې.

Trending

Exit mobile version