تازه خبرونه
لیورپول د انګلیستان د غوره لیګ اتلولي تر لاسه کړه

په استمفورد بریج کې د چلسي پر وړاندې د منچسترسیتي ۱ – ۲ ماتې، لیورپول د ۲۰۱۹ \ ۲۰۲۰ فصل د غوره لیګ اتل کړ.
له ۱۹۹۰ کال راپدیخوا دا د لیورپول د غوره لیګ نولسمه اتلولي ده، چې له ۳۰ کلن ځنډ وروسته ور پر برخه کیږي.
لیورپول اوس د غوره لیګ په تاریخ کې یوازنی فوټبال کلب دی، چې اتلولي یې له بل هر کلب څخه مخکې د یو فصل په بهیر کې خپله او سرو پر پاتې اووه لوبو خپله اتلولي خوندي کړې ده.
سرو په دې فصل کې له ۳۱ لوبو ۸۶ امتیازونه تر لاسه کړي؛ ۲۸ لوبې یې ګټلي، دوه مساوي او له یوې ماتې سره یې په زړه پورې لوبه کړې ده.
که څه هم پدې اړه شکونه شته، چې آیا د کرونا ناروغۍ له کبله، چې درې میاشتې یې د دې فصل لوبې وځنډولې؛ بیا پیل شي او که نه؛ خو دا مانچسټر سیتي و، چې د لیګ د نومولړ د دوه یمې لوبډلې په توګه یې یاد فصل سره رنګو ته ډالۍ کړ.
ټاکل شوې، چې په راتلونکې لوبه کې مانچسټر سیتي د لیورپول د فصل له اتلولۍ سره د ویاړ لیکه جوړه کړي.
د دې ویاړنې له ګټلو سره لیورپول د غوره لیګ د ۱۹ لوبو پر بریاوو سربېره له مانچسټر یونایټډ سره توپیر یو امتیاز ته راټیټ کړ.