تازه خبرونه

له ۸ میلیون ډېر افغان ماشومان بشري مرستو ته اړ دي

Published

on

(Last Updated On: )

له ماشومانو ملاتړ نړیوال بنسټ ویلي؛ د کرونا له خوریدا مخکې په افغانستان کې د اړو ماشومانو شمېر۵ میلیون و. په داسې حال کې، چې د ۲۰۲۰ کال له پیله تر دې دمه په دې شمېر کې درې میلیون ډېروالی راغلی دی.

کرونا د هغو ماشومانو لپاره ځانګړی ګواښ دی، چې کار کوي او له خځلو اړین توکي راټولوي؛ دوه میلیون ماشومان له سهاره تر ماښامه په واټونو کې د ډوډۍ د تر لاسه کولو پسې اړم دي.

د کرونا ناروغۍ ګواښ د ښار په واټونو کې ماشومان لږ نکړل، بلکې شمېر یې نور هم ډېر شو.

ماشومانو ویلي: بېوزلۍ اړ کړي او واټونو ته را وتي دي!

له ماشومانو ملاتړې نړیوالې ادارې ویلي؛ له کرونا وړاندې ۵،۲۶ میلیون افغان ماشومان بشري مرستو ته اړ ول او اوس دا شمېر ۸،۱۲ میلیون شوی. له دې ښکاري، چې کرونا د افغان ماشومانو پر زوندانه نېغ اغېز کړی دی.

د ماشومانو ملاتړ بنسټ ویانده مریم عطایي وایي: د کوویډ ـ ۱۹ له خوریدو سره له هرو ۱۰ ماشومانو ۵ بشري مرستو ته اړ شوي. سربېره پر دې د ۲۰۲۰ کال په بهیر کې له ۵ میلیون ډېر ماشومان بشري مرستو ته اړول؛ خو د کرونا ویروس له رامنځته کیدو سره دا شمېر۸،۱۲  ته پورته شو.

له ماشومانو نړیوال ملاتړ بنسټ د افغانستان له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي، چې ژر تر ژره په دې اړه خپلې هڅې پیل کړي.       

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اړوند بنسټ بر څرګندونو نیوکه کوي او د دغو ماشومانو شمېر له دوه میلیون لږ ښیي او وایي، د واټ پر سر کارکوونکیو ماشومانو لپاره جدي پروګرامونه په پام کې لرو.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال غلام حیدر جیلاني وایي، په افغانستان کې نږدې شپږ میلیون  زیانمنونکي ماشومان شته او د کرونا په روان فصل کې یې هم د واټونو پرسر د ماشومانو راټولو ته ځانګړي تدابیر نیولي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د څرګندونو له مخې؛ په هېواد کې له شپږ میلیون ډېر ماشومان موجود دي، چې ۳،۷ میلیون له زدکړو لیرې، له دوه میلیون ډېر کارګر ماشومان دي، چې ۱، ۲ میلیون یې درانده کارونه کوي، له سل زره ډېر ماشومان معلول دي او له سل زره ډېر ماشومان یتیمان او بی سرپرسته ثبت شوي دي.

د دې ترڅنګ د ایران د پلازمېنې تهران ښاروالۍ د روان کال په پیل کې ویلي وه؛ د هغو کارګرو ماشومانو نوملړ یې چمتو کړی، چې په پام کې ده افغانستان ته ولیږل شي. دوی د دې لامل د کرونا ویروس د خپریدو له ډېروالي وېره ښودلې وه.

Trending

Exit mobile version