Connect with us

ساینس او ​​ټیکنالوژي

له ۱۰۰ میلیون ډېرو خلکو د تریدز کارول بند کړل

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د میتا اجرائیوي رییس مارک زوکربرګ تېره ورځ د شرکت کارمندانو ته څرګنده کړه: له هغې وروسته، چې د توتیر د نوي سیال تریدز Threads له نیمایي ډېرو کاروونکيو خپلې روانې هڅې ودرولې؛ اوس د داسې لارو په لټه کې یوو، چې د کاروونکیو ښکېلتیاوې وساتل شي.

تریدز د روان کال د جولای پر ۵ پیل شو او په پېنځه ورځو کې ورسره له ۱۰۰ میلیون ډېر کاروونکي راجستر شول. په داسې حال کې، چې اوس ایلان ماسک وايي، ډېر خلک بېرته تویتر ته راستنیږي.

زوکربرګ پرون د میتا کارمندانو ته وویل: ښکاره ده، چې که تاسې له ۱۰۰ میلیون ډېر نوملیکنه وکړئ او راجستر شئ؛ نو که ټول یا ان نیمایي یې هم فعال وي دا به خورا ښه وي. مونږ اوس هلته نه یوو.

د درېیم‌ګړيو څرګندونې ښیي؛ شونې ده، چې تریدز د خپلو فعالو کاروونکیو له نیمایي ډېر له لاسه ورکړي. د اوب تحلیلي شرکت SimilarWeb راپور ورکړی، چې په Android کې د تریدز ورځني فعال کارونکي د جولای پر اوومه له ۴۹ میلیون څخه د جولای تر څوارلسمې ۳۲.۶ میلیون ته راټیټ شول.

سرچینې زیاته کړې؛ اوس هم مونږ iOS لپاره ورځني ارقام نلرو؛ خو مونږ ګومان کوو، چې د ټیټیدو او لوړېدو بېلګې سره ورته دی. ترایدز توغندي ته ورته پورته شو او اینستاګرام سره یې نږدې اړیکې د غښتلتیا له مخې وې. په هرصورت که د ترایدز پرمختیاغوښتونکي غواړي، چې خپل ورځني پروګرامونه د کاروونکیو پر ورځنی عادت واړوي؛ باید د ځانګړنو له لاسه وتلې تشه ډکه کړي او ځینې نوې ځانګړنې، چې کاروونکیو ته ځانګړې شوې وي ورزیاتې کړي.

زاکربرګ کارمندانو ته ویلي، چې د میتا اجرائیوي مدیرانو له تمې ډېر کاروونکي ساتل شوي.

هغه دا هم ویلي، د ترایدز د کاروونکیو کمیدل  یو عادي  شی دی؛ تمه ده، چې د کاروونکيو ساتل وده ومومي، ځکه د نویو اپلیکیشنونو  په ګډون د دسکتاپ او لټون پر ورزیاتولو د کاروونکیو شمېر وده وکړي.

ساینس او ​​ټیکنالوژي

د ایلان ماسک پر X پراخ سایبري برید وشو

ماسک د دوشنبې پر ورځ د ایکس په یوه پوسټ کې وویل: ” پر مونږ هره ورځ برید کیږي؛ خو دا پر ډېرو سرچینو ترسره شوی. یا یوه لویه، همغږي ډله او یا یو هېواد پکې ښکېل دی”.

Published

on

(Last Updated On: )

د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم ایکس د دوشنبې پر ورځ وقفهیي له کاره وغورځېد؛ خاوند یې ایلان ماسک پر یو غیر معمولي ځواکمن سایبري برید پړه واچوله.

ماسک د دوشنبې پر ورځ د ایکس په یوه پوسټ کې وویل: ” پر مونږ هره ورځ برید کیږي؛ خو دا پر ډېرو سرچینو ترسره شوی. یا یوه لویه، همغږي ډله او یا یو هېواد پکې ښکېل دی”.

هغه په ​​سمه توګه روښانه نکړه، چې له “ډېرو سرچینو” څخه یې مطلب څه دی او د هغه نظرونو د سایبري امنیت د متخصصینو شکونه راوپارول. هغو نغوته( اشاره ) کړې، چې دا ډول بریدونه – له خدماتو ډډه کول بلل کیږي، چې په هروخت د کوچنیو ډلو یا اشخاصو لخوا ترسره شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د ډاونډیټیکټر د څرګندونو له مخې، ایکس له وقفې وقفې سره مخ شو.

په همدې حال کې ډیجیټل ټرایډز Digital Trends د سې‌شنبې پر ورځ راپور ورکړ؛ داسې راپورونه شته، چې ایکس اوس هم ستونزې لري.

د انټرنیټ صنعت کارپوهانو ویلي، چې ایکس د دوشنبې پر ورځ له ‘خدماتو د ډډې’ څو څپو سره مخ شو.

ماسک د فاکس بزنس شبکې له لاري کوډلو سره په یوه مرکه کې ویلي، چې سایبري برید د اوکراین په سیمه کې د IP له پتو ترسره شوی دی.

د صنعت یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې هغه د ماسک له ادعا سره مخالفت وکړ او وایي، چې د X د ناوړه ټرافیکو د بمبارډ لویه برخه په امریکا، ویټنام، برازیل او نورو هېوادونو کې د IP له پتو موندل کېدی شي. د ناوړه ټرافیکو کچه، چې نېغه له اوکراین څخه راځي “بې ارزښته” ده.

په هر حال رویټرز راپور ورکړی؛ له خدماتي بریدونو څخه ډډه کول د دوی لیکوالانو ته بېرته موندل خورا ګران دي او د IP  له پتې پر کله کله د دې په اړه معنا لرونکی اند چمتو کوي، چې تر شا یې څوک و.

ماسک د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره، چې د سلاکار په توګه دنده ترسره کوي؛ د روسیې له یرغل سره د مبارزې لپاره پ اوکراین د پرله‌پسې هڅو له نیوکې سره یو ځای شو.

ماسک د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د اوکراین لومړۍ کرښه به د هغه د سټارلینک سپوږمکۍ له مخابراتي خدماتو پرته “ماته شي”. که څه هم هغه ویلي، چې هغه به د اوکراین لاسرسی پرې نکړي.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

پنجشیر ولایت به ډېر ژر د نوري فایبر له ملي شبکې سره ونښلول شي

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پروژه له ګلبهار څخه تر بازارک پورې ۳۶ کیلومټره لار پوښي؛  شتل، انابه او رخه ولسوالۍ به هم د نوري فایبر له خدماتو برخمنې کړي.

Published

on

(Last Updated On: )

د پنجشیر ولایت د رسنیو دفتر نن (چارشنبه د کب لومړۍ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له نوري فایبر سره د دې ولایت د نښلولو د ملي پروژې عملي کار به په راتلونکې میاشت کې پیل شي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پروژه له ګلبهار څخه تر بازارک پورې ۳۶ کیلومټره لار پوښي؛  شتل، انابه او رخه ولسوالۍ به هم د نوري فایبر له خدماتو برخمنې کړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دا  پروژه د پنجشېر ولایتي ادارې د هڅو او د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې له کبله د افغان بېسیم، افغان ټیلیکام او آی‌سي‌جي ICG شرکتونو لخوا پلي کیږي.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

د ډونالډ ټرمپ له ملاتړ وروسته ټیک‌ټاک بېرته په امریکا کې د لاسرسي وړ شو

ټیک‌ټاک خپلو کاروونکو ته په یوه پیغام کې ویلي: “د ټرمپ له هڅو څخه مننه، ټیک‌ټاک په امریکا کې بېرته فعالیږي.”

Published

on

(Last Updated On: )

له هغې وروسته، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې سپینې ماڼۍ ته له ستنېدو وروسته به ټیک‌ټاک اپلیکیشن ته لاسرسی بېرته خوندي کوي؛ نو ټیک‌ټاک د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې په امریکا کې خپل خدمات بېرته د لاسرسي وړ ګرځوي.

ټیک‌ټاک خپلو کاروونکو ته په یوه پیغام کې ویلي: “د ټرمپ له هڅو څخه مننه، ټیک‌ټاک په امریکا کې بېرته فعالیږي.”

ټیک ټاک هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ امریکایي کاروونکي توانېدلي، چې د چینایي شرکت اوبپاڼې ته لاسرسی ومومي.

د شنبې پر شپه د امریکايي کاروونکو لپاره ټیک‌ټاک ته لاسرسی وځنډول شو.

امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی و، چې د چینایي شرکت بایټ‌ډنس تر ملکیت لاندې د چین حکومت د امریکایانو له معلوماتو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې احتمال شته.

د ټرمپ لخوا د ټیک‌ټاک بیارغونه د هغه د لومړۍ دورې پر پرتله د هغه په ​​دریځ کې یو بدلون ګڼل کیږي. په ۲۰۲۰ کال کې هغه د چین حکومت لخوا د امریکایانو شخصي معلوماتو ته د لاسرسي په اړه د اندېښنو له کبله د اپلیکیشن د بندولو هڅه وکړه.

په دې وروستیو کې، ټرمپ ویلي، چې “ټیک‌ټاک مې په زړه کې ځانګړی ځای لري” ځکه، چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې یې د ځوانو رای ورکوونکو د جذبولو لپاره ترې ګټه پورته کړه.

د هغه قانون له مخې، چې تېر کال تصویب او د جمعې پر ورځ د امریکا سترې محکمې لخوا تائید شو؛ نو تر یکشنبې پورې ټیک‌ټاک وخت درلود، چې د چینایي شرکت بایټ‌ډنس سره اړیکې پرې کړي او په امریکایي پېرودونکو وپلورل شي.

امریکایی قانون جوړونکي اندېښمن دي، چې د چین حکومت کولی شي ټیک‌ټاک اړ کړي، چې د چینایي قانون پراساس د امریکایي وګړو په اړه معلومات وروسپاري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!