تازه خبرونه
له کابل څخه مسکو ته مستقیمې الوتنې بیا پیل شوې

په کابل کې د روسیې سفارت له کابل څخه مسکو ته د آریانا هوایي شرکت له لومړنۍ مستقیمې الوتنې خبر ورکړ.
یاد سفارت د سې شنبې پر ورځ (د غویس ۶ / د اپریل ۲۶ ) ټویټ کړی؛ ټاکل شوې، چې هره اوونۍ دا الوتنې د دوشنبې پر ورځ له کابله مسکو او د سې شنبې پر ورځ له مسکو څخه کابل ته ترسره شي.
د روسیې سفارت په ټویټ کې په ډاګه شوې، چې د افغانستان ملي هوايي شرکت آریانا د روان کال د اپریل پر ۲۵ خپله لومړنۍ الوتنه له کابل څخه مسکو ته پیل کړه.
د تېر کال د اګست په نیمایي کې د افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او له کابل هوايي ډګر څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او ګډوډۍ رامنځته کولو له کبله د کابل هوايي ډګر عملیات ودرول شول او ډېري بهرنۍ الوتنې وځنډېدې او یا هم لغو شوې.
د چین، ایران، روسیې او پاکستان سفارتونه په افغانستان کې د هغو هېوادونو له څو سیاسي استازولیو څخه وې، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې خپلې هڅې روانې وساتلې.
په تېرو څو میاشتو کې اسلامي امارت د کابل هوايي ډګر د بیا فعالولو هڅې کوي؛ خو له قطر او ترکیې سره یې پیل شوې خبرې پایلې ته رسېدلې ندي.