تازه خبرونه

له پاکستان څخه د مهاجرینو ایستل سیمه بې ثباته کوي – د کړکېچ نړیواله ډله

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۴, ۱۴۰۲

د کړکېچ نړیوالې ډلې په خپله تازه څېړنه کې څرګنده کړې، که څه هم پاکستان د امنیتي ستونزو له کبله افغان کډوال وباسي؛ خو دا دلیل سم نه‌دی او د دوی ایستل د سیمې ثبات له خطر سره مخ‌ولی شي.

د دغه بنسټ د نوې څرګندونې له مخې؛ پاکستان داسې یو بهیر پیل کړی، چې ښايي میلیونونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

د دې بنسټ په راپور کې راغلي: هر څه اصول لري؛ د نړیوال میکانیزم له مخې په بل هېواد کې مهاجرت او ژوند کول خپل حقوق لري. یو له دغو حقونو څخه دا دی، چې کله کډوال خپل هېواد ته راستانه شي؛ د دوی لپاره باید اسانتیاوې برابرې شي. په افغانستان کې له بده مرغه د اقتصادي ستونزو ترڅنګ خلک له بېوسۍ او فقر سره مخ دي؛ ځکه، چې په افغانستان کې د ځوان نسل لپاره کار او کسب نشته!

د کړکېچ نړیوالې ډلې د افغانستان او پاکستان له دواړو غاړیو غوښتي، چې د افغان کډوالو پر تدریجي راستنېدو هوکړه وکړي.

دغې ډلې له نړیوالو مرستندویانو هم غوښتي، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ پر همکارۍ له افغان کډوالو سره مالي او تخنیکي مرستې وکړي.

اسلامي امارت د مهاجرینو ایستل د پاکستان د فشار یوه وسیله بولي او وایي، چې دا مسله د مدیریت وړ ده او د مهاجرینو بېرته ستنېدل به په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل نه‌شي.

د نړیوال کړکېچ ډله یوه نادولتي بنسټ دی، چې په ۱۹۹۵ کې جوړ شوی. دا ډله د تاوتریخوالي او د شخړو په برخه کې ساحوي څېړنې ترسره کوي او د بحرانونو د مخنیوي لپاره وړاندیزونه کوي.

Trending

Exit mobile version