لوبی

له پاکستان سره د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د سیالیو لوبغاړي په ډاګه شول

Published

on

Last Updated on: وری ۲, ۱۴۰۲

د افغانستان کرکت بورد د سې شنبې پر ورځ ( د وري لومړۍ نېټه) د پاکستان پر وړاندې د ۲۰ آووریزو سیالیو لپاره د هېواد د کرکت ملي لوبډلې د لوبغاړیو نوملړ اعلان کړ.

ټاکل شوې د دغو سیالیو لړۍ، چې په کې درې لوبې کیږي؛ ټاکل شوې د جمعې پر ورځ ( د وري څلورمه) د عربي متحده اماراتو په شارجه ښار کې پیل شي.

د افغانستان لخوا په اعلان شوې لوبډله کې ۱۷ لوبغاړي او لوبډلمشر راشد خان په ډاګه شوي دي.

صدیق الله اتل، چې په توپ اچونه کې مهارت لري؛ د لومړي ځل لپاره په نړیوالو لوبو کې د ملي لوبډلې لپاره شامل شوي دي.

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر محمد نبي هم په دې ترکیب کې ونډه لري.

د افغانستان د کرکت بورد اجرائیوي رییس نصیب خان ویلي: زمونږ لوبډله په روزنیز کمپ کې ډېر کار کړی او انتخاب کوونکیو د دې سیالیو لپاره غوره لوبغاړي غوره کړي دي. زه ډاډه یم، چې زمونږ لوبډله به خپله غوره کارکردګي وښيي او زمونږ ملت پرې ویاړي. مونږ په دې سیالیو کې د خپلې لوبډلې بریا غواړو او هیله لرو، چې د دوی بریا وګورو.

هغه زیاته کړې: همدارنګه، مونږ د دواړو سترو لوبډلو ترمنځ پر زړه پورې سیالۍ ته سترګې په لار یوو. دواړه هېوادونه پر زړه پوری مینه‌وال لري، چې په لیوالتیا او ویاړ سره د خپلو لوبډلو ملاتړ کوي. مونږ د ګاونډیانو په توګه ځانګړې اړیکه لرو او هیله من یم، چې نه یوازې مو لوبډله د کرکت مهارتونه، بلکې زموږ د ملګرتیا او سپورت روحیه هم وځلوي. مونږ دواړو لوبډلو ته د بریا هیله کوو او هیله لرو، چې په ټوله نړۍ کې د کرکت مینه‌وال له دې لوبو خوند واخلي.

د افغانستان د لوبډلې جوړښت:

راشد خان، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، صدیق الله اتل، نجیب الله ځدراڼ، افسر ځاځي، کریم جنت، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، نور احمد، مجیب الرحمن، فرید احمد، فضل الحق نقیب او فاروقي.

دغه راز؛ ننګیال خروټيی، ظاهر خان او نجات مسعود مو مل لوبغاړي دي.

Trending

Exit mobile version