تازه خبرونه

له هند څخه ۲۰ افغان پوځي زده‌کوونکي هېواد ته راستانه شول

Published

on

(Last Updated On: )

د ملي دفاع وزارت څرګنده کړې؛ هغه شل پوځي زده‌کوونکي، چې د تېر حکومت لخوا د پوځي زده‌کړو لپاره هند ته لېږل شوي وه؛ بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت د چارشنبې پر ورځ ناوخته په ډاګه کړې او څرګندوي، چې د پخواني رژیم د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ د لارښوونې او د ملي دفاع وزارت د بهرنیو اړیکو د څانګې د همغږۍ پر بنسټ ۲۰ محصلین، چې د مسلکي پوځي زده‌کړو لپاره هند ته استول شوي وه؛ له فراغت وروسته هېواد ته راستانه شول.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ دغو محصلينو د ملي دفاع وزارت د مسوولينو د هلو ځلو د ستاينې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په هر ډول حالاتو کې د خپلو خلکو او وطن خدمت ته چمتو دي.

د افغانستان اسلامي امارت ويلي، په تېرو څو میاشتو کې لسګونه محصلین هېواد ته راستانه شوي او په ملي دفاع وزارت کې پر دندو وګومارل شول.

Trending

Exit mobile version