تازه خبرونه
له نړیوال بانک سره مو د بانکي ستونزو پر لرې کولو خبرې پیل کړي – حکومت

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي؛ له نړیوال بانک سره یې خبرې پیل کړي، چې د افغانستان د بانکونو ستونزې اوارې او چارې یې ډاډمنې کړي.
د صنعت اوسوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ويلي: د اسلامي امارت یوه پلاوي له نړیوال بانک سره خبرې پیل کړي، چې د افغانستان د خصوصي بانګونو ستونزې حل کړي. په دې برخه کې ستونزې جدي ندي.
نورالدین عزیزي وایي: له نړۍ سره زمونږ ستونزې تر ډېره اوارې شوي؛ خو دا، چې خصوصي بانکونه ولې بانکي خدمات نه وړاندې کوي، دا د دوی خپله خوښه ده.
بل لور ته د خصوصي سکتور غړي له نړۍ سره د اقتصادي اړیکو په تنظیم کې د بانکي ستونزو له امله سرټکوي او وایې: که د افغانستان اسلامي امارت وتوا نیږي، چې د نړۍ له بانکونو سره د افغانستان بانکي ستونزې اوارې کړي؛ په هېواد کې به په خوراچټکۍ سره اقتصادي ماشین فعالیت پیل کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی زیاتوي: په تېر کې زمونږ بانکي اړیکې له نړۍ سره خورا زیاتي فعالي او چټکې وي؛ خو له یو کال راپدیخوا زمونږ بانکي ستونزې زیاتې شوي او مونږ حتا د نړۍ له شرکتونو هم خریداري نشو کولی.
د صنعتکارانو د ټولنې رییس عبدالجبار ساپی وایي: زمونږ بانکي ستونزو د افغانستان پر ټول اقتصادي سیستم منفي اغېزې لري. هیله لرو، چې دا ستونزه مو تر یوه بریده په بېړه حل شي. دا به مو د هېواد اقتصاد ته مثبته ګټه ولري.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده څرګنده کړې: تر هغې، چې د نړۍ له بانکونو سره مو اړیکي تنظیم نشي؛ زمونږ ستونزې نشي حل کیدای. زمونږ تجارت له نړۍ سره ټول بانکي دی او زمونږ بانکونه اوس هم له ستونزو سره مخ دي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم د افغانستان له اسلامي امارته غواړي، چې له نړیوالې ټولني سره د بانکي ستونزو د اواري لپاره چټکې هحې وکړي.
دوۍ زیاتوي ترهغې، چې بانکي ستونزې له نړۍ سره حل نشي په هېواد کې پانګونه او اقتصادي پراختیا ناشونې ده.
تازه خبرونه
په هرات کې د ټاپي نللیکې ۱۴ کیلومټره کار بشپړ شو – عبدالله یوف
د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر بګنج عبدالله یوف د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره وکتل او په دې ولایت کې یې د نللیکې د غځولو د بهیر له چټکتیا خبر ورکړ.
د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.
د یادې خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې مشر د اړینو آسانتیاوو په برابرولو کې د دې ادارې له همکارۍ ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ، چې د ۱۴ کیلومټره پایپ ایښودلو کار بشپړ شوی او سربېره پردې د پروژې ۲۴ کیلومټره لار هم پخه شوې ده.
په دې غونډه کې د هرات والي هم د دې پروژې د کار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي پروژې د چارواکو له هڅو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د ټاپي پروژې مشر ته د کار د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمهییزې ادارې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
تازه خبرونه
طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل
د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.
د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.
د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرلهپسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.
دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.
تازه خبرونه
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ
د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.
د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.
دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.
دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.
له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.
د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.
-
تازه خبرونه4 days ago
آریانا هوايي شرکت چین ته د اوونیزو الوتنو له زیاتېدا خبر ورکړ
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان لپاره د امریکا نوې استازې یوه افغانيالاصله میرمن غوره شوه
-
لوبی2 days ago
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په هندي کشمیر کې وسلوالو له ۲۰ ډېر سیلانیان ووژل
-
تازه خبرونه4 days ago
په روسیه کې د افغانستان محصولات نندارې ته وړاندې کېږي
-
سوداگري2 days ago
د پاکستان او ازبکستان استازو پر افغان – ټرانس پروژې خبرې وکړې
-
د هوا حالاتو بدلونونه3 days ago
یوې ۶.۲ درجې زلزلې استانبول ولړزاوه
-
تازه خبرونه2 days ago
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ