تازه خبرونه

له ناامنیو سره ـ سره په پاکستان کې پارلماني او ایالتي ټاکنې پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: )

نن( پنجشنبه د سلواغې ۱۹ /  د فبرورۍ اتمه ) د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې پر ځايي وخت د سهار پر اته نیمو بجو د خلکو او د کورنیو او بهرنیو څارونکیو پر پراخ حضور د رایې اچونې بهیر پیل شو، چې د ماښام تر پېنځه بجو به روان وي.

د ۲۰۲۲ ز. کال په اپرېل کې پارلمان عمران خان بېواکه کړ، چې ورسره امنیتي  وضعیت له ناڅرګند برخلیک سره مخ شو. اوس هڅه داده، چې د دغه حالت د پای ته رسلو لپاره ټاکنې کیږي. تمه داده، چې پاکستان به ورسره له سیاسي، اقتصادي او امنیتي ناخوالو ووځی او د یو بل منتخب حکومت لرونکی شي.

په دې ټاکنو کې به له نږدې ۲۴۱ اعشاریه ۵ میلیون وګړو څخه ۱۲۸ میلیون  خلک د رای اچولو حق ولري، چې  ۶۹ میلیون (۵۴سلنه) نرینه او ۵۹ میلیون (۴۶ سلنه) ښځې وي.

د پارلمان د رای پاڼې زنګ شين او د ايالتي شوراګانو هغه سپين دي.

د مرکزي حکومت مشري د پارلمان لخوا د پېنځه کلونو لپاره ټاکل شوی لومړی وزیر کوي.

د پاکستان پارلمان  ۳۴۲ څوکۍ لري، چې ۲۷۲ یې عمومي، ۶۰ ښځو او ۱۰ مذهبي لږکیو ته ځانګړې شوې دي.

سږ کال دغو څوکیو ته ۵۱۲۱ کسان نوماند دي.

په پاکستان کې ۱۶۷ غټ او واړه سیاسي ګوندونه راجستر دي.

پاکستان کې وروستۍ ټولټاکنې د ۲۰۱۸ کال په جولای کې ترسره شوې وې، چې د عمران خان تحریک انصاف پاکستان  ګوند پکې د پارلمان لپاره له نورو ډېرې څوکۍ ګټلې وې او له څو وړو ګوندونو سره یې ایتلافي حکومت جوړ کړ.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف پاکستان ګوند ته دا ځل په ټاکنو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې شوې؛ نو غړي یې له بېلابېلو انتخاباتي حوزو څخه په خپلواک ډول ټاکنو ته ولاړ دي.

د سږنیو ټاکنو د امنیت ساتنې لپاره سلګونه زره ځواکونه ګومارل شوي دي.

د پوځ ٢٧٠ زره عسکر د څه دپاسه ١٥٠ زرو پوليسو، سرحدي ځواکونو او د ترهګرۍ ضد ځواکونو په ګډون به نن د اسلام‌آباد په ګډون د ټول پاکستان په ښارونو کې تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې ټاکنې ترسره کړي.

د پاکستان د انتخاباتو د کمیسیون مشر پرون ویلي، چې دغه کمیسیون د پاکستان په ټولو سیمو کې د شفافو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کولو لپاره چوتووالی نیولی دی.

 د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه وروستي راپورونه ښیي، چې په نننیو ټاکنو کې د رای اچونې ځینې مرکزونه پخپل ټاکلي وخت پرانستل شوي نه‌دي او اړوند بهیر له ځنډ سره پیل شوی دی. یو شمېر رسنیو د دغه ځنډ لامل امنیتي او نورې ستونزې یادې کړې دي.

Trending

Exit mobile version