تازه خبرونه
له می میاشتې وروسته هم د امریکایي ځواکونو پاتې کېدل شوني دي – امریکایي سناتور
د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام تېره شپه سي بي ایس نیوز ته څرګنده کړې، چې امریکایي ځواکونه به تر هغه وخته په افغانستان کې پاتې وي، چې د وتلو شرایط یې برابر شي.
نوموړي یادې سرچینې ته ویلي؛ زه له هغه څه خوښ یم، چې د امریکا ولسمشر بایډن یې د افغانستان په اړه ویل غواړي. مونږ غواړو خپل ځواکونه د وضعیت له مخې هلته وساتو.
ګراهام زیاته کړې: زه فکر نه کوم، چې مونږ به افغانستان د می په میاشت کې پریږدو. مونږ به یې په مناسب وخت کې پریږدو.
هغه وایي؛ طالبانو غولول کوي! او له همدې کبله زه هغه څه خوښوم، چې د بهرنیو چارو وزیر انټووني بلیکن او د بایډن اداره به یې په پام کې ونیسي.
ګراهام ویلي: "دوی په افغانستان کې زمونږ د شتون ارزونه کوي؛ مونږ څاري او وتلو ته شرایط نه برابروي او غواړي ټولې هغه لاسته راوړنې له لاسه ورکړو، چې تر لاسته کړي مو دي.
نوموړی وایي: که مونږ له شرایطو پرته په وتلو کې بیړه وکړو؛ داعش او القاعده به بېرته راستانه شي او ښځې به ډېرې وکړیږي. زما په اند ځواکونه ښه به داوي، چې ځواکونه مو په افغانستان کې پاتې شي.
دا او دې ته ورته اندونه له هغې وروسته راپورته کیږي، چې د امریکا او طالب مشرانو پدې اړه بحثونو پیل کړل. یو شمېر داسې راپورونه هم خپاره شويؤ چې د بایډن نوې اداره به د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د فبرورۍ پر ۲۹ پر لاسلیک شوي تړون بیاکتنه وکړي، چې آیا د می په میاشت کې ټول سرتېري وباسي او کنه.
د تېرې جمعې پر ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا بیا غوره شوي ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یو لړ ټویټونو کې څرګنده کړې، چې هغه د افغانستان د سولې د تګلارې د دوامداره بیاکتنې له شرایطو بلینکن ته بشپړ معلومات ورکړل.
خلیلزاد په دې اړه ویلي: مونږ د شرایطو پر بنسټ پر ستراتیژۍ تمرکز وکړ، چې په افغانستان کې سوله راولي، د خپلو خلکو لپاره باثباته راتلونکې خوندي کوي او د هر هغه چا مخه نیسي، چې امریکا او متحدین مو ګواښي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو ویلي د دوحې له هوکړې سرغړونه به غوره پایلې ونه لري.
تازه خبرونه
په افغانستان کې باید یو پیچ هم پاتې نهوـ ډونالډ ټرمپ
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ډېرو پوځي تجهیزاتو پرېښودل نه یوازې احمقانه کار دی، بلکې پر اوکراین د روسیې د برید یو لامل هم و.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جوبایډن د ادارې پر مشرۍ له افغانستان څخه د دغه هېواد د ځواکونو د ایستلو پر بهیر نیوکه کړې او وایي، چې باید یو پېچ هم ترې پاتې نهو.
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ډېرو پوځي تجهیزاتو پرېښودل نه یوازې احمقانه کار دی، بلکې پر اوکراین د روسیې د برید یو لامل هم و.
هغه ویلي: " که زه وای؛ له وقار او ځواک سره به مې ایستل. دوی (اسلامي امارت) به رسم ګذشت نه تر سره کاوه.»
هغه زیاته کړې: "مونږ به هیڅ راز نظامي تجهیزات نه پرېښودل او حتا د ۱۰ سینټ پر ارزښت مو ټول پیچونه راوړل."
په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلن حضور نامناسب پای تل د جمهوري غوښتونکیو له نیوکې سره مخ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له وتلو وروسته د میلیارډونو ډالرو پر ارزښت امریکايي پوځي تجهیزات او وسلې د اسلامي امارت لاس ته ورغلي دي.
تازه خبرونه
د افغانستان سوړ ژمي اړمنو کورنیو ته ژوند ستونزمن کړی دی – ډبلیوافپي
د خوړو پروګرام د څرګندونو له مخې؛ اړمن افغانان له یو سخت او خطرناک غوراوي سره مخ شوي او نه پوهیږي، چې خپل ماشومان ماړه کړي او که تاوده.
د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبه پر ورځ ( د لیندۍ شپږویشتمه ) په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې د ژمي له رارسېدو سره ډېري افغانان د خوراکی توکو له کمښت سره مخ دي.
د خوړو پروګرام د څرګندونو له مخې؛ اړمن افغانان له یو سخت او خطرناک غوراوي سره مخ شوي او نه پوهیږي، چې خپل ماشومان ماړه کړي او که تاوده.
د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې ویلي وه، چې په افغانستان کې له څوارلس میلیون ډېر خلک د راروان ژمي لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان د اقتصاد وزارت ویلي، چې اسلامي امارت د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپارهه پر پرمختیايي پروژو کار کوي او نړیوال بنسټونه هم باید د دغو پروژو پر پلي کولو له فقر او بېوسۍ سره مبارزه وکړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې اړه ویلي: په لومړي پړاو کې د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت له ټولو هغو مرستندویه بنسټونو مننه کوي، چې د افغانستان له خلکو سره یې مرستې کړې او اوس هم روانې دي. په دوهیم پړاو کې د بېې وزلۍ د کمولو لپاره د اقتصاد وزارت پلان دا دی، چې له افغانستان څخه د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره باید د کارموندنې، بېخبنایي او پراختیایي پروژې په پام کې ونیول شي.
ویل کیږي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ذ څرګندونو له مخې په افغانستان کې له ۲۳ میلیون اړمنو کسانو څخه په ۲۰۲۴ کال کې یوازې ۱۵ میلیون کسانو ته مرستې رسېدلي دي.
تازه خبرونه
د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه
بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دارالامان په اړوند سيمه کې يې د ٣٧١ اعشاریه ۵ جريبه ځمکې سروې کړې ده.
د ښار او کور جوړونې وزارت د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي د توپوګرافیکې سروې له بشپړېدو خبر ورکړ.
بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دارالامان په اړوند سيمه کې يې د ٣٧١ اعشاریه ۵ جريبه ځمکې سروې کړې ده.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، دغه ښارګوټی د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه بهرنیو ډیپلوماټانو ته جوړیږي.
-
لوبی2 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اتلانو جام خپروي
-
تازه خبرونه2 days ago
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره نږدې ۲۰ میلیون یورو ځانګړي کړل
-
نړۍ2 days ago
ټرمپ او نتانیاهو پر غزه او سوریه خبرې وکړې
-
نړۍ1 day ago
د سوریې په یوه ډلهییز قبر کې لږ تر لږه ۱۰۰ زره جسدونه براته دي – راپور
-
تازه خبرونه2 days ago
د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې چاودنې له کبله ووژل شو
-
تازه خبرونه2 days ago
اسلامآباد اوس له کابل سره خبرو ته چمتو شو
-
لوبی1 day ago
آریانا زاډیو ټلویزیون د IPL سیالیو د خپرولو تړون لاسلیک کړ