تازه خبرونه
له مهاجرینو سره ناسم چلند له نړیوالو معیارونو سرغړونه ده – ذبیح الله مجاهد
اسلامي امارت له افغان مهاجرینو سره په چلند کې د ایران او پاکستان سیاستونه ظالمانه او له نړیوالو معیارونو او نورمونو ښکاره برغړونه بولي.
ذبیح الله مجاهد وايي، په ایران او پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره سخت چلند د اسلامي ارشاداتو خلاف دی او دغه هېوادونه باید له مهاجرینو څخه د سیاسي وسیلې په توګه کار وانخلي.
له همدې کبله له دواړو هېوادونو غواړي، چې د کډوالو ځورول بند کړي او له کډوالو سره انساني چلند وکړي.
د مې پر نهمه د عمران خان د پلویانو له پراخو مظاهرو وروسته د پاکستان حکومت ادعا وکړه، چې په سلګونه افغان کډوالو هم په دغو مظاهرو کې برخه اخیستې وه.
له هغه وروسته پاکستانيو پولیسو د افغان کډوال ونیول او بندیان یې کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیس په دې اړه وایي: مونږ د می د نهمې په لاریونونو کې د ملکي خلکو د نیولو له راپورونو خبر یوو. مونږ له پاکستانيو چارواکو غوښتنه کوو، چې د دیموکراتیکو اصولو او د ټولو لپاره د قانون حاکمیت ته درناوی وکړي. مونږ په منظمه توګه د بشري حقونو، دیموکراسۍ، خوندیتوب او د قانون حاکمیت ته درناوي په اړه له پاکستانيو چارواکو سره په لوړه کچه خبرې کوو. دا د متحده ایالاتو لپاره لومړیتوب دی.
پاکستانيو ورځپاڼو څرګنده کړې، چې د شهباز شریف حکومت به ښايي پر مهاجرینو په ځانګړي توګه پر هغو کسانو فشارونه زیات کړي، چې په پاکستان کې په غیر قانوني توګه ژوند کوي.
په ایران کې، چې د افغانستان لویدیځ ګاونډ هېواد دی، افغان کډوال په ښه حالت کې نهدي.
ایرانيو چارواکو په ځینو ولایتونو کې پر افغان کډوالو د کار بندیز هم لګولی دی.
د دې محدودیتونو پر بنسټ، افغان کډوال نشي کولی سوداګري ولري او ایراني اتباعو ته اجازه نه ورکول کیږي، چې افغان مهاجرینو ته د کار زمینه برابره کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایران او پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره ناوړه چلند د اسلامي ارشاداتو خلاف عمل بولي او له دغو هېوادونو غواړي، چې مهاجرین د سیاسي وسیلې په توګه و نهکاروي
کارپوهان په ایران کې د محدودیتونو او سرغړونو یوه برخه د هلمند د سیند د اوبو د وېش پر سر اختلاف بولي، چې ایران او اسلامي امارت یې په اړه اختلاف لري.
په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ اعلان کړی چې په نړۍ کې ۱۱۰ میلیون کسان له خپلو کورونو پر زور بې ځایه شوي دي.
دې ادارې ویلي، چې په اوکراین کې جګړه، په افغانستان کې کړکېچ او د سودان جګړه په نړۍ کې د مهاجرینو د زیاتوالي لامل شوي دي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې شاوخوا نیمايي کډوال د سوریې، اوکراین او افغانستان دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د نوي راپور په یوه برخه کې راغلي: په ۲۰۲۲ کې ۱.۳ میلیون افغانان بې ځایه شوي او په ۱۰۴ هېوادونو کې د افغان کډوالو کوربتوب شوی دی. دا هم ویل شوي، چې له ۱۰ افغان کډوالو څخه ۹ یې ګاونډ هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته کډه شوي دي. شاوخوا ۱۸۰۰۰۰ افغانانو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده او په ۲۰۲۲ کې دوی د اتریش، آلمان، ترکیې او امریکا په ګډون په ۸۷ هېوادونو کې ۲۸۰۵۰۰ افغانانو د پناه غوښتنلیکونه سپارلي دي.
دغه راز زیاته شوې، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته شپږ سوه زره افغان کډوال پاکستان ته تلي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ويلي، له ۲۰۰۶ کال راپدیخوا په دغه هېواد کې له ۳.۵ میلیون ډېر افغان کډوال ثبت شوي دي، چې له ۱.۳ میلیون زیات افغانستان ته ستانه شوي او پاتې نورو یې د هویت کارتونه نوي کړي؛ خو د څه باندې ۷۰۰ زره کډوالو د برخلیک په اړه لا څه ویل شوي نهدي.
تازه خبرونه
دیني علوم مو عقیده او عصری هغه مو سوکالي تضمینوي – تاجمیر جواد
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
د افغانستان د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد د شنبې پر ورځ( د لیندۍ دوهویشتمه ) د جامعة مصباح العلوم فراغت غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د دیني علومو وده او پرمختګ اسلامي عقیده تضمینوي او د عصري علومو له ودې او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
نوموړي ویلي؛ دوی په کابل کې د دیني عالمانو له لوري هغې پرېکړې ته ژمن دي، چې د هېواد او شرعي نظام پر فرضیت یې ټینګار کړی دی .
هغه وایي: مونږ جګړه نه غواړو؛ خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لار کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې د دښمن ټولې اوسنۍ محاسبې ناسمې وښيي او جنګ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.
هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې مونږ سیمهییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یوو.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دیني عالمان د یوې سترې غونډې پرمهال د اسلامي امارت پر لارښوونو عمل او د خپل نظام او خاورې دفاع ته ژمن شوي دي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سوداگري5 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ناستې ارزونه
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
