تازه خبرونه
له طالبانو وروسته فکر یو خوب او خیال دی – فصیح الدین فطرت
فصیح الدین فطرت په کابل کې د سردار محمد داوود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د نویو روغتیايي څانګو د پرانستې په مراسمو کې د اسلامي امارت له مخالفانو وغوښتل، چې افغانستان ته راشي او خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د اسلامي امارت د وسلوال پوځ لوی درستیز د ویانا غونډې ته په غبرګون کې ويلي؛ هغه کسان، چې له افغانستان څخه تښتيدلي او په خپلو غونډو کې له «طالبانو وروسته» افغانستان په اړه فکر کوي؛«یو خوب او محال» دی.
فصیح الدین فطرت په کابل کې د سردار محمد داوود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د نویو روغتیايي څانګو د پرانستې په مراسمو کې د اسلامي امارت له مخالفانو وغوښتل، چې افغانستان ته راشي او خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
فطرت زياته کړې: “دوى دې هم د افغانستان دننه راشي. دوی ته بلنه ورکړ شوې. الحمدلله افغانستان نن په بشپړ امنیت کې دی.”
له بلې خوا د ملي دفاع وزارت چارسمبالي (سرپرست ) هم ویلي، چې دوی هم غواړي د نړیوالې ټولنې تر څنګ ژوند وکړي او نه غواړي، چې بیا د هېواد د اشغال زمینه برابره شي.
محمد یعقوب مجاهد ویلي؛ اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره په هغو مواردو کې تعامل ته چمتو دی، چې د ملي ګټو پر ضد نهوي.
هغه زیاتوي؛ د خلکو ستونزې باید په داسې ډول حل شي، چې “نه سیخ وسوځي او نه کباب.”
مجاهد وايي: “خدای مه کړه؛ داسې ونشي، چې د یوې ستونزې پر حل څلور یا پېنځه نورې ستونزې رامنځته کړو.”