Connect with us

تازه خبرونه

له طالبانو سره د سولې خبرو له پیلیدو سره سم موخه ییزې وژنې ډېرې شوي – یوناما

خپور شوی

د

د ملګرو ملتونو یو نوی راپور ښیي؛ د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ له ۱۵ د ۲۰۲۰ کال تر سپټمبر پورې، چې د سولې خپلمنځي خبرې پیل شوي؛ پر بشري او خبري کارکوونکيو موخه ییزې وژنې ډېرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په نوي خپور شوي راپور کې راغلي: د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر له ۱۲مې راپدیخوا، چې د سولې خبرې اترې پیل شوي؛ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر۳۱ مې پورې د بشري حقونو ۱۱ مدافعین او د رسنیو کارکوونکي په موخه ییزو بریدونو کې وژل شوي دي.

د یوناما د راپور له مخې؛ که څه هم د دغو موخه ییزو بریدونو مسوولیت تر دې دمه هیچا پر غاړه ندی اخیستی، خو پر بېلابېلو بڼو مخ پر ډېرېدو دي او په خلکو کې یې وېره رامنځته کړې ده.

راپور په ډاګه کړې: دغو بریدونو د رسنیو او بشري حقونو کارکوونکیو ته کاري چاپېریال تنګ کړی او د رسنیو ډېرو مخکښانو خپل کارونه سانسور کړي، خپلې دندې یې پریښي او د خوندیتوب په هیله یې خپل کورونه او سیمې خوشې کړې او د یو شمیر اشخاصو په ګډون ډېرو ان هېواد پرې ایښی دی.

راپور ښیي، چې دغو موخه ییزو وژنو ټولنه اغېزمنه کړې او خلک یې د سولې د هڅو په تړاو ناهیلي کړي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز وایي: افغانان یوې غوړیدلې مدني چاپېریال ته اړتیا لري او حق یې هم دی؛ یوه داسې ټولنه، چې خلک په کې له وېرې پرته آزاد فکر وکولی شي، خپل نظر په ډاګه او ولیکلی شي.

د یوناما مشرې زیاته کړې: د بشري حقونو د مدافعینو او رسنیو غږ د هرې پرانیستې او متمدنې ټولنې لپاره اړین دی. په داسې وخت کې، چې د خبرو اترو له لارې د جګړې د پای ته رسولو او د سیاسي جوړ جاړي پر رامنځته کیدو ټینګار کیږي؛ اړتیا ده، چې تر بل هر وخت ډېر د بشري حقونو او رسنیو د کارمندانو غږونه واوریدل شي. نه دا، چې چوپ کړ شي.

په افغانستان کې د رسنیو او بشري حقونو د سکټورونو پر استازیو بریدونه، نوې موضوع نده؛ خو په راپور کې مستند شوي د وژنو په بڼو کې ځانګړی بدلون راغلی دی. په دې وروستۍ څپه کې، پر قصدي او له وړاندې پلان شوې بڼې د افرادو وژنه ده، چې د تېرو کلونو پر خلاف یې ترسره کوونکي ناڅرګند پاته دي.

دغه وژنې په ټوله کې د وسلوالو ډلو د برید ځای ته د اشخاصو د نږدې والي له کبله وې. په ځانګړي توګه د اسلامي دولت خراسان څانګه (داعش)، چې تعبیه شوي چاودیدونکي توکي کاروي.

دغه راپور په ډاګه کړې؛ د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر۳۱ د بشري حقونو د مدافعینو او رسنیو د ۶۵ کارکوونکیو وژل ثبت شوي، چې ۳۲ د بشري حقونو د سکټور او ۳۳ نور یې د رسنیو د برخې دي. له دوی څخه ۱۱ (۵ کسان د بشري حقونو مدافعین او ۶ نور د رسنیو مخکښان) یوازې د ۲۰۲۰ کال د اکټوبر له لومړۍ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر۳۱ د څلور میاشتو په موده کې وژل شویدي.

دغه راز راپور په ډاګه کوي؛ د بشري حقونو مدافعین، ژورنالیستان او د رسنیو کارکوونکي، چې غواړي د افغانستان خلکو ته (د بشري حقونو او د بشردوستانه حقونو له نړیوال قانون څخه د سرغړونو په ګډون) د یو لړ پراخو مسلو په اړه همهاله معلومات وړاندې کړي؛ تر ډېره بریده له ګواښونو، وېرونې، ځورونې، پلټنې او خپلسري صحرایي بندونو سره مخ دي.

دغه راپور ډاډ څرګندوي، چې د دغه ډول وژنو او ډار په مخنیوي، د حساب کتاب په پیاوړي کولو او د معافیت د مخنیوي په برخه کې ټول اړخونه ګډې هڅې تر سره کړي. د وژنو په تړاو څېړنې باید په بې پرې، خپلواکه، بېړنۍ، اغېزمن، باوري او روښانه ترسره شي. د شکمنو عاملینو محاکمه باید په مناسب ډول د عادلانه محاکمو د معیارونو پربنسټ ترسره شي. د رسنیو او مدني ټولنو د هڅو پر وړاندې د کارول شویو څرګندونو او یا د افشاکوونکیو ګواښل او یا یې په وړاندې ګام پورته کول او د  موخ ییز نوملړ خپرول د دا ډول وضیعت له دوام سره مرسته کوي، چې په کې مدني چاپېریال نور هم تنګ او پرخلکو په ځانګړي توګه د بشري حقونو پر مدافعینو او د رسنیو پرکارکوونکیو ناوړه اغېزې په ډاګه کوي.

همدارنګه په راپور کې دولتي او نادولتي کارکوونکیو ته یو لړ سپارښتنې هم شوي دي.

دولتي بنسټونو ته سپارښتنې:

- د وروستي ګډ کمیسیون د رامنځته کولو پر دوام، د بشري حقونو د مدافعینو د خوندیتوب لپاره د افغانستان د ولسمشر د دوه یم مرستیال په مشرۍ د ملي خوندیتوب یو اغېزمن او همغږی مکانیزم فعالول.

- د ځانګړي خوندیتوب او امنیتي تدبیرونو په ګډون، د هغو بشري حقونو د مدافعینو، ژورنالیستانو او د رسنیو کارکوونکیو لپاره، چې د ګواښونو او د وېرې له نورو ډولونو سره مخ شوي دي؛ د یوه بشپړ ډاډمن او وقایوې کارې چوکاټ رامنځته کول.

- ډاډ تر لاسه کول، چې د بشري حقونو مدافعین، ژورنالیستان او د رسنیو کارکوونکي د ژوند د مشروع حقونو، د راټولیدو آزادۍ، د بیان آزادي او معالوماتو ته د لاسرسۍ آزادي او همدارنګه له نورو بنسټیزو آزادیو څخه، د غچ او یا د برید له ډار پرته، برخمن وي.

- د وژنو د قضیو د خپلواک، بې پرې، بېړني، کره، اغېزمنه، ډاډمنه او روڼو څېړنو په ګډون، د معافیت په وړاندي مبارزه کول.

- د هدفې وژنو د تورنو او مرتکبینو د عدلې تعقیب په ګډون، چې په کې نړیوال قانوني بهیر او د عادلانه محاکمې معیارونه په جدې توګه رعایت شوي وي؛ د یوې روښانه حساب وړاندې کولو دودول.

- د تجمع یا راټولیدو او بیان د آزادۍ پر وړاندې د محدود کوونکیو قوانینو له تدوین څخه ډډه کول او همدارنګه په مدنې چاپېریال کې، چې له عامه اندونو څخه د نا اړینو ننګونو او یا په نښه کیدو له کبله مخنېوی کیږي په ګډون د یوه مدنې چاپېریال خوندې کول او دودول.

له نادولتې بنسټونو غوښتنې:

- د بشرپالنې او د بشري حقونو نړیوالو قوانینو سره سم، د بشري حقونو د مدافعینو، ژورنالیستانو او د رسنیو کارکوونکیو د وژنو بندول.

طالبانو ته سپارښتنې:

- د مشرتابه په کچه د بشري حقونو مدافعینو، ژورنالیستانو او د رسنیو کارکوونکیو د وژنو د پېښو په کلکه غندل.

- د هغو قضیو څېړنه، چی د طالبانو پرغړیو په قضیه کې د لاس درلودلو ادعا شوې وي او د طالبانو د غړیو، چې د بشري حقونو د مدافعینو، ژورنالیستانو او د رسنیوکارکوونکیو پر وړاندې یې  د موخه ییزې وژنې امر ورکړی او یا امر يې پلې کړی دی؛ حساب ورکولو ته اړایستل.

- د بشري حقونو مدافعینو، ژورنالیستانو او د رسنیو د کارکوونکیو پر وړاندې د هغو د هدفې وژنو د منع کولو په موخه د پالیسیو جوړول، خپرول او پلي کول.

- د موجوده پالېسیو له منځه وړل( د نويو پالېسیو له جوړولو ډډه کول) چې د تجمع یا راټولیدو آزادي د مدنې ټولنو او د بشرې مرستو د فعالینو کار او د بیان د آزادۍ په ګډون، مدنې چاپېریال محدودوي.

له نړیوالو ټولنو غوښتنه:

- د یوه متحد، خپلواک، سوله ییز او ډیموکراټیک افغانستان لپاره، د ۲۰۲۰ کال د نومبر د میاشتې پر ۲۴ نېټه د افغانستان په اړوند ژنیو کنفرانس کې له جوړې شو اعلامېې سره سم، د بشري حقونو د مدافعینو او د خپلواکو رسنیو د اړینې ونډي د ښکاره کولو کار ته دوام ورکول.

- له ګواښ سره مخ شوي د بشري حقونو مدافعینو، ژورنالستانو او رسنیو کارکوونکیو سره دوامداره تعامل او له هغو پروګرامونو سره مرسته زیاتول، چې دوی ته د امنیت، سفر، مالې مرستې، د وړتیاوو رامنځته کول او نورې مرستې چمتو کوي.

د یادونې ده، چې دې بنسټ له نورو وسلوالو ډلو هم غوښتي، چې بشري حقونو د ژغورونکیو، خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکیو وژنه او وېرول ودروي.

تازه خبرونه

په پاریس نندارتون کې د افغان زعفرانو کلنی تړون لاسلیک شو

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۴ پاریس  په نندارتون کې د یو میلیون او ۷۰ زره ډالرو پر ارزښت د ۶۰۰ کیلوګرامه افغان زعفرانو د کلني پېر تړون لاسلیک شو.

Published

on

د پاریس په نندارتون کې د څه باندې یو میلیون ډالرو پر ارزښت د ۶۰۰ کیلوګرامه افغان زعفرانو د کلني پېر تړون لاسلیک شو

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۴ پاریس  په نندارتون کې د یو میلیون او ۷۰ زره ډالرو پر ارزښت د ۶۰۰ کیلوګرامه افغان زعفرانو د کلني پېر تړون لاسلیک شو.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ دا تړون به په نړیوال ډګر کې د افغانستان د زعفرانو اعتبار نور هم پیاوړی کړي او د افغانانو د اقتصادي وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.

د افغانستان زعفران یو له هغو محصول څخه دی، چې په وروستیو کلونو کې یې د کیفیت له پلوه په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای خپل کړی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په پنجشېر کې د داوطلبۍ له لارې ۵ زره ۱۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

د پنجشېر ولایت د مقام ویاند سیف الدین لټون زیاته کړې؛ نن د پنجشېر ولايت په مقام کې د څه نا څه ۱۵۰ سوداګرو په ګډون داوطلبۍ وشوه او ياد شمېر استخراج شوي زمرد پر کورنيو سوداګرو وپلورل شول.

Published

on

په پنجشېر کې نن سې شنبه ( د لړم پېنځلسمه ) د داوطلبۍ له لارې (۵۰۱۴) قیراطه زمرد پر ۲۴۵ زره ۵۰ امريکایی ډالرو وپلورل شول.

د پنجشېر ولایت د مقام ویاند سیف الدین لټون زیاته کړې؛ نن د پنجشېر ولايت په مقام کې د څه نا څه ۱۵۰ سوداګرو په ګډون داوطلبۍ وشوه او ياد شمېر استخراج شوي زمرد پر کورنيو سوداګرو وپلورل شول.

سوداګرو ويلې: په پنجشېر ولایت کې زمردو ته د بازار موندنې وروستيو هڅو د دې زمینه برابره کړې، چې د دې ولایت زمرد په نړيوالو بازارونو ېښه وځلیږي.

ویل کیږي، چې په پنجشېر ولایت کې د استخراج او داوطلبۍ بهیر نه یوازې بریالی روان دی، بلکې د پانګونې تر څنګ یې ځوانانو ته هم کاري زمینه برابره کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان روغتیايي سیسټم د اندېښنې وړ دی – اوچا

اوچا، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې بشري وضعیت او اقتصادي بحران څېړلی څرګندوي: سره له دې، چې افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ په درې کلونو کې شاوخوا ۶ اعشاریه ۷ میلیارډ ډالر مالي مرسته ترلاسه کړې؛ خو په دغه هېواد کې بشري او اقتصادي بحران اوس هم پخپل حال پاتې دی.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د هېواد روغتیايي سیسټم د سقوط په حال کې دی او په دې اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

اوچا، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې بشري وضعیت او اقتصادي بحران څېړلی څرګندوي: سره له دې، چې افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ په درې کلونو کې شاوخوا ۶ اعشاریه ۷ میلیارډ ډالر مالي مرسته ترلاسه کړې؛ خو په دغه هېواد کې بشري او اقتصادي بحران اوس هم پخپل حال پاتې دی.

دغه بنسټ د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو د بندیزونو او خنډونو زیاتوالی یو له هغو عواملو ګڼي، چې په تېرو درېو کلونو کې یې دغه کړکېچ نور هم پیاوړی کړی دی.

د دې ټولنې د معلوماتو له مخې، افغانستان یوازې په ۲۰۲۲ ز. کال کې شاوخوا ۳ اعشاریه ۳ میلیارډ ډالر مالي مرسته ترلاسه کړې ده.

اوچا د بانکدارۍ په سکټور کې د ګډوډۍ او د دوه اړخیزو پراختیایي همکاریو د ناڅاپه ځنډ له کبله رامنځته شوی سخت اقتصادي زوال، د خوراکي توکو د نه خوندیتوب د کچې لوړوالی، بېېوزلي او وچکالي په هېواد کې د اوسني بحران د نورو عواملو په توګه یاد کړل.

په دې شننه کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال څخه تر اوسه پورې اسلامي امارت له ۳۹۲ اوامرو څخه ۷۱ یې په بشردوستانه چارو کې د افغان ښځو ګډون په مستقیمه توګه پر نښه کړی دی.

اوچا وايي، چې د اسلامي امارت دغو لارښوونو په افغانستان کې د بشري فعالیتونو پر وړاندې د پام وړ ننګونې رامنځته کړې دي.

په دې شننه کې راغلي، چې د مرسته کوونکیو هېوادونو لخوا د بودجې کمېدا به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د اوسنيو بشري فعاليتونو ساتل ناشوني کړي.

دا په تاسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له حوزوي مشر سره په لیدنه کې د افغانستان د روغتايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو روغتیايي ادارو مرسته اړینه یاده کړې ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!