تازه خبرونه
له درې ورځنی اوربند وروسته جګړه بیا پیل شوه

د هېواد په سویل لویدیځ کې امنیتي ځواکونو له درې ورځني اوربند له پای ته رسیدو وروسته خپل یرغلیز تصفیوي او تروریزم ضد بریدونه بیا پیل کړل.
ميوند ۲۱۵ قول اردو څرګنده کړې، چې دغه پوځي عملیات د لښکرګاه، ناوې او نهرسراج ولسوالیو په لویدیځو سیمو کې همهاله پیل شوي دي.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: د افغانستان دفاعي ځواکونه په هېواد کې د وسلوالو مخالفانو له منځه وړولو ته ژمن دي.
طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.
دغه پای ته رسېدلی درې ورځني اوربند د یکشنبې پر ورځ د کوچني اختر په ویاړ د طالبانو لخوا اعلان شو، چې بیا په پراخه کچه د افغان حکومت او طالبانو لخوا وڅارل شو.
د افغانستان دفاع وزارت د شنبې پر ورځ ویلي وه، چې طالبانو د هیواد په اووه ولایتونو کې له درې ورځني اوربند سرغړونه کړې او په لسګونه ملکي او امنیتي وګړيو ته یې مرګ و ژوبله اړولې ده.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي؛ طالبانو له اوربنده په څو مواردو کې سرغړونه کړې؛ خو حکومت اوربند ته ژمن پاتې و.
له اوربنده د سرغړونې تورونه هغه مهال راپورته شول، چې د کابل د شکردرې ولسوالۍ د یوه جومات په محراب کې د جمعې لمانځه پرمهال ځای پر ځای شويو چاودیدونکيو توکو چاودنه وکړه او په ډاګه شوه، چې د جومات د امام په ګډون ۱۴ کسان ووژل شول او ۲۰ نورټپیان دي.
دغه درې ورځنی اوربند د افغانستان د خلکو لخوا په پراخه کچه له تود هرکلی سره مخ شو، خو دوی د دغه اوربند د غځېدو او دایمي کیدو غوښتنه هم وکړه.
په داسې حال کې، چې طالبانو ویلي؛ دا درې ورځنی اوربند به د اختر له رخصتیو وروسته به جګړه بیا پیل کیږي.