تازه خبرونه

له تېرو دوه کلونو راپدیخوا مو په افغانستان کې ۳۰ بشري مرستندویان وژل شوي – ملګري ملتونه

Published

on

(Last Updated On: )

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي د دې ادارې د کارکوونکیو لپاره چاپېریال له ستونزو ډک بللی او وایي، چې دا ډول خطرونه د منلو وړ نه‌دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دانیال اندرس ویلي؛ په تېرو دوه کلونو کې د پولیو د واکسیناتورانو او ماین پاکوونکيو په ګډون د بشري مرستو ۳۰ کارکوونکي وژل شوي دي.

نوموړیي ویلي: نن په افغانستان کې بشري اړتیاوې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي او له ۲۹ میلیون ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. له بلې خوا د مرستو سرچینې وچې شوي او دې کار د سلګونه زره ماشومانو په ګډون د میلیونونو خلکو ژوند او روغتیا له ګواښ سره مخ کوي. موږ دا اجازه نه ورکوو او بسپنه ورکوونکي هېوادونه باید په افغانستان کې د داسې یوې خطرناکې تراژیدۍ مخه ونیسي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دا خبرداری هم ورکړی، چې له افغانستان سره د مرستو له‌پاره د نړیوالو د لیوالتیا کمېدو د سلګونه زره ماشومانو په ګډون د میلیونونو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

د بشردوستۍ نړیوالې ورځې په مناسبت د بشري مرستو همغږي کوونکی له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي، چې په بشري ادارو کې ښځینه کارکوونکیو ته اجازه ورکړي، چې بېرته خپلو کارونو ته ستنې شي او په سلګونه زره اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي.

هغه ویلي: دا د منلو نه‌ده، چې له ښځینه کارکوونکیو پرته به میلیونونه اړمن کسان مرستو ته لاسرسی و‌لري. دا هغه ښځې دي، چې په لرې پرتو سیمو او کلیو کې کورونو ته د ننوتو اجازه لري او هغو ښځو او ماشومانو ته، چې د بشري مرستو په تمه دي، مرستې رسوي.

اسلامي امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکیو وژل کیدل ردوي او وایي، چې په هېواد کې امنیت ټينګ دی او هیڅ داسې راپور نه‌لري، چې د مرستندویه ادارو کوم کارکوونکی دې وژل شوی وي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي: د امنیتي ارګانونو په ځانګړي توګه د کورنیو چارو وزارت کاري لومړیتوبونه د ملګرو ملتونو، بهرنیو سفارتونو، دیپلوماتیکو استازولیو او بهرنیو چارو وزارت او نورو بنسټونو، چې په افغانستان کې استازیتوب کوي؛ د امنیت ټینګښت دي. الحمدالله مونږ په مرکز او ولایتونو کې د دوی امنیت په ښه توګه تامین کړی دی. مونږ په دې برخه کې شوې ادعاوې ردوو.

له دې مخکې د بريتانيا، جرمني، استراليا او ځينو نورو هېوادونو په ګډون يو شمېر هېوادونو له افغانستان سره د بشري مرستو کچه د  ښځو پر کار او زده‌کړو د بنديز له کبله کمه کړې ده. دوی خبرداری ورکړی، چې که دغه بندیزونه لرې نه‌شي، ښايي له افغانستان سره مرستې نورې هم کمې شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي د څرګندونو له مخې؛ تېر کال بشري ټولنو د ښځینه کارکوونکیو پر همکارۍ ۲۶ میلیون اړمنو کسانو ته مرستې رسولې دي.

Trending

Exit mobile version