تازه خبرونه

له اړمنو افغانانو سره د ژمنیو مرستو لپاره ۴۰۰ میلیون دالرو ته اړتیا ده – د خواړو نړیوال پروګرام

Published

on

(Last Updated On: )

د خواړو نړیوال پروګرام ويلي؛ په افغانستان کې د ژمي له را رسېدو مخکې له زیانمنو خلکو سره د خواړو او مرستې چمتو کولو لپاره ۴۰۰ میلیون دالرو ته اړتیا ده.

د دې پروګرام د یوه راپور له مخې؛ د نړۍ په ۵۱ هېوادونو کې ۴۰ میلیون وګړي له بیسارې کچې لوږې سره مخ دي، چې ۱۵ میلیون يي په افغانستان کې دي.

د خواړو نړیوال پروګرام تېره ورځ ویلي؛ د ژمې رارسېدو ته یوازې څو اوونۍ پاتې دي او دوی په افغانستان کې د ژمي له رارسېدو مخکې له زیانمو خلکو سره د خواړو او مرستو چمتو کولو لپاره ۴۰۰ میلیون دالرو ته اړتیا لري.

د خواړو نړیوال پروګرام دا هم ویلي، چې د ژمي له رارسېدو او سختو واورو ورېدو سره به د لرې پرتو سیمو خلکو ته لاسرسی او د خلکو د اړتیاوو پوره کول به محدود او یا هم له خنډ سره مخ شي.

دغه راز د افغانستان اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري له نړیوالې ټولنې او همدارنګه د مرسته کوونکیو بنسټونو څخه غوښتي، چې د ژمي له رانږدې کېدو سره دې بې‌وزله افغانانو سره مرستې ډېرې کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهانو ویلي؛ د افغانستان خلک نړیوالو مرستو ته اړتیا لري، ځکه د نړیوالو ټولنو د څرګندونو له مخې په هېواد کې ۲۸ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

​دا په داسې حال کې ده، چې د هرات ولایت له زلزلو وروسته له پاکستان څخه د افغان کډوال ایستلو او شړلو ګڼ شمېر هېواد‌وال بې کوره کړي، چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version