تازه خبرونه
له افغان کډوالو سره د اسلامآباد ناسم چلند اخلاقي کمزوري ده
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني، چې د چارشنبې پر ورځ ( د لړم ۱۷نېټه) ننګرهار ولایت ته په سفر کې له پاکستان څخه شړل شویو او هېواد ته راستانه شویو کډوالو سره په لیدنه ویلي؛ له کډوالو سره د اسلامآباد ناسم چلند اخلاقي کمزوري ده.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي په تورخم پنډغالي کې د وینا پر مهال هېواد ته د افغان کډوالو له راستنېدو هرکلی وکړ او له افغان کډوالو سره یې د پاکستان حکومت چلند ناسم وباله او زیاته یې کړه، چې له دوی سره ناسم چلند د اخلاقو کمزروري ده.
هغه ویلي: ټول ملت او ټول نظام ستاسې له کبله خواشینی او خفه دی. مونږ له خپلو ګاونډیانو څخه ناراضه یوو، چې کاشکې یې دومره کمزوري اخلاق نه وای، د هغوی لپاره دا مناسبه نه وه او دا ستونزې پر مونږ ټولو اغېز کوي. مونږ تاسې ته هغه باعزته او له درناوي ډک ژوند غواړو، چې د ځان لپاره یې خوښوو. مونږ په افغانستان کې د عزت او خپلواکۍ لپاره جنګېدلي یوو؛ دلته که لوږه وي او که ستونزې دي؛ عزت او درناوی مو خوندي دی.
نوموړي د پنډغاليو په جوړولو او د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د اړوند ادارو له هلو ځلو د درناوي تر څنګ راستنېدونکو ته هم ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به دوی ته ډېرې نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي مهاجرینو ته د وینا پر مهال وویل، چې تاسې باید نن یا سبا خپلو خپلو مېنو ته ستانه کیږئ.
هغه زیاته کړې: که په پاکستان کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوي یاست؛ له راستنېدو سره په ډېر درنښت په په افغانستان کې ومنل شوئ.
د هغه په وینا؛ د مهاجرینو لپاره د خدماتو برابرول د اسلامي امارت لومړیتوب دی.
سراج الدین حقاني وایي؛ اسلامي امارت ژمن دی، چې ستاسې ټولې اړتیاوې د شریعت، اسلام او هېواد غوښتنې په چوکات کې پوره کړي.
نوموړي د هېواد له سوداګرو هم مننه وکړه، چې له راستنېدونکیو کډوالو سره يې د مرستې ژمنه کړې ده.
همدا راز یو شمېر سوداګرو، چې په دغه سفر کې له سراج الدین حقاني سره ملګري وه؛ له راستنېدونکیو سره د شاوخوا شل میلیون افغانۍ مرسته اعلان کړه.
له بلې خوا راستنېدونکیو کډوالو له حکومته غوښتنه کړې، چې دوی ته د دایمي سرپناه زمینه برابره شي.
په ورته وخت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې خپلو اصلي ولایتونو ته د کډوالو د لېږد بهیر چټک شوی دی.
که څه هم له پاکستان څخه مهاجرین ډلهییز شړل شوي دي؛ خو یو شمېر خلک په دې باور دي، چې له مهاجرینو سره د چلند بهیر له لویو ستونزو سره مخ نهدی او حکومت کولی شي، چې د نړیوالو ټولنو په همکارۍ له دوی سره سم چلند وکړي.
د يادونې ده، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو د لړۍ له پيل راپدیخوا د تورخم له لارې څه باندې ٥٠ زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سوداگري4 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
