تازه خبرونه
له افغانستان څخه د وتلو بښنه نهغواړم؛ ځکه امریکایان له مونږ څخه جګړه نهغواړي – بلینکن
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او له هغې څخه د وتلو د لارو چارو په اړه، چې لږ تر لږه د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو او پر کابل د اسلامي امارت د واکمنېدو لامل شو؛ بښنه نهغواړم.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ امریکایان نه غواړي، چې په جګړه کې ښکېل واوسو. دوی له مونږ څخه جګړه نهغواړي. مونږ ۲۰ کاله په افغانستان او عراق کې له سلګونه زره امریکایي سرتېرو سره تېر کړل. خلک له دې څخه ستړي شوي دي. کله، چې ولسمشر بایډن د ولسمشر ټرمپ مرستیال و؛ هغه په عراق کې زمونږ د جګړې د پای ته رسولو مسوولیت درلود.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او له هغې څخه د وتلو د لارو چارو په اړه، چې لږ تر لږه د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو او پر کابل د اسلامي امارت د واکمنېدو لامل شو؛ بښنه نهغواړم.
بلینکن زیاته کړې: ” اوس به مونږ د امریکایانو بل نسل ونلرو، چې په افغانستان کې وجنګیږي او ومري؛ دا پخپله یوه لویه لاسته راوړنه ده.”
که څه هم بلینکن له افغانستان څخه وتل یو ستونزمن غوراوی ګڼي؛ خو زیاتوي، چې “مونږ هم له افغانستان څخه درس اخیستی دی.”
هغه ویلي؛ د افغانستان تجربې د امریکا له حکومت سره مرسته کړې، چې په سوریه، لبنان او اسرائیلو کې د کړکېچونو پر وړاندې متفاوت عمل وکړي.
د امریکا د ولسمشر بایډن پر مشرۍ په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د وتلو څرنګوالی، چې په کابل کې د واشنګټن له ملاتړه برخمن حکومت له ماتې سره مخ شو او په دې هېواد کې د امریکايي پوځیانو د مرګ او ژوبلې او د امریکايي پوځیانو د پوځي تجهیزاتو د پرېښودو لامل شو؛ د بایډن حکومت يې له نیوکو سره مخ کړ. ان تر دې، چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان د استعفا په درشل کې ودرېد.