تازه خبرونه

له افغانستان څخه د وتلو بهیر مو سم روان دی – جوبایډن

Published

on

(Last Updated On: )

له بګرام څخه د امریکايي ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، چې له افغانستان څخه مو د امریکایي ځواکونو وتل سم روان دي؛ خو دا بهیر به په راتلونکیو څو ورځو کې بشپړنشي.

جو بایډن ټینګار کړی، چې افغان مشران د حکومت ساتلو وړتیا لري؛ خو دمګړۍ افغان حکومت د ځینو داخلي مسلو په حل کې ښکېل پاتې دی.

بایډن وایي: مونږ اوس په هغه ځای کې یو، چې تمه مو درلوده؛ تر سپټمبر پورې به زمونږ او متحدینو دغه منطقي بهیر بشپړ شي.

جو بایډن د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا هغه د افغان حکومت د سقوط په اړه اندېښمن دی؟ ویلي: مونږ په دې جګړه کې شل کاله ښکېل و او ما په سپینه ماڼۍ کې د افغان حکومت له مشرانو سره ولیدل؛ زما په اند دوی د حکومت د ساتلو وړتیا لري؛ دوی اړ دي، چې د خبرو اترو بهیر وغځوي، خو زه د داخلي مسلو د حلولو په اړه اندېښمن یم، چې آیا دوی به په کې هغه ډول ملاتړ ومومي، چې دوی یې په ټول هېواد کې ساتلو ته اړتیا لري.

د امریکا ولسمشر د حکومت د سقوط په صورت کې له افغانستان څخه د امریکا پرلپسې ملاتړ نه مني او وايي، چې افغانان باید د خپل هوایي ځواک پر مرسته د ځان ساتنه وکړي.

بایډن د افغانستان په اړه نورو پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه کړې؛ خو څه، چې روښانه دي هغه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه ده، چې وروستۍ شوې ده.

Trending

Exit mobile version