Connect with us

تازه خبرونه

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو ژر وتل به مو ډېر زیانمن کړي – ناتو

خپور شوی

د

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د سې شنبې پر ورځ( د لړم ۲۷)  خبرداری ورکړ، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو ژر وتل به مو ډېر زیانمن کړي.

ینس ستولتنبرګ نن په ډاګه کړې، چې مونږ له یوې سختې پرېکړې سره مخ یو. مونږ شل کاله په افغانستان کې یو او د ناتو هیڅ غړی نه غواړي له اړتیا پرته په افغانستان کې پاتې شي؛ خو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ژر وتلو بیه به خورا ډېره لوړه وي.

ستولنبرګ څرګنده کړې؛ داعش به بیا په افغانستان کې ژوندی شي او دا خطر هم شته، چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو لپاره خوندي ځاله او ترهګريز بريدونه هم له همدې ځایه پلان شي.

د رویترز د څرګندونو له مخې، امریکايي چارواکو د دغه هېواد اردو ته د سرتېرو د ایستلو پلان ورکړی؛ خو دغه پلان تر دې دمه قومندانانو ته ندی رسېدلی.

نوموړي زیاته کړې: د امریکایي سرتېرو له کمولو سره سره به ناتو خپل ماموریت روان ساتي او افغان ځواکونو ته به مشورې او روزنه ورکوي. دغه راز مونږ ژمن یو، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به له افغان ځواکونو مالي ملاتړ کوو.

ستولتنبرګ دا هم ویلي؛ زرګونه اروپايي او نااروپایي  سرتېري له امریکايي ځواکونو سره اوږه پر اوږه ولاړ دي. او له ۱۰۰۰ ډېرو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې مونږ یوځای افغانستان ته تللي یو او دا هېواد به په پوره همغږۍ د مناسبو  شرایطو له مخې پریږدو. زه د ناتو ټولو غړیو څخه غوښتنه کوم، چې د خپل امنیت لپاره دې دغې ژمنې ته غاړه کیدي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د کچې پر  راټیټولو غور پیل کړی دی.

تازه خبرونه

د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نه‌وي –  ستانکزی

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."

ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونه‌ګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.

د سیمینار برخه‌والو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.

دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."

یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د مهاجرو نولواله ورځ

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!