تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره د خبرو لپاره د یوې نړیوالې ډلې پر جوړولو ټینګار څرګند شو

(Last Updated On: )
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازې له مرستیال سره په لیدنه کې له اسلامي امارت سره د خبرو لپاره د یوې نړیوالې ډلې پر جوړولو خبرې کړې دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف تویت کړی، چې د افغانستان له اوسني حکومت سره د دغې نړیوالې ډلې د خبرو موخه به د ښکېلو خواوو د ژمنو د پوره کولو پر لارو چارو هوکړه وشي.
یوناما یا د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر نن (شنبه) څرګنده کړې، چې د دغه سازمان مرستیال مارکس پوتزل د تاجکستان او ازبکستان له حکومتي چارواکو سره د افغانستان د خلکو په اړه پر سیمه ییز ملاتړ خبرې کړې دي.
یوناما له سیمه ییزو لوبغاړیو سره کار روان ساتلی، چې په افغانستان کې د باثباته سولې لپاره له هڅو سره مرسته وکړي.