تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره د حقابې په اړه خبرې روانې دي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ د هلمند په اوبو کې د تهران حق په اړه له اسلامي امارت سره خبرې روانې دي او په دې برخه کې پرې تخنیکي خبرې هم پیل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي؛ د افغانستان د سرپرست حکومت د چارواکو لخوا د وچکالۍ یا د اوبو د کموالي ادعاوې باید په تخنیکي بحثونو کې بشپړې وڅېړل شي.
د افغانستان د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د برخې موضوع، چې څه موده مخکې د ایران لخوا له کابل سره پر ناندرو واوښته؛ اوس د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې ستونزې د حل لپاره یې له کابل سره خبرې پیل کړي دي.
کنعاني د چارسمبالي حکومت له مسوولینو غوښتي، چې د هلمند په سیند کې د ایران د اوبو د حق په اړه عملي او مسوولانه هڅې وکړي.
هغه وايي؛ د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د برخې په اړه د دواړو خواوو لخوا تخینکي خبرې روانې دي او د افغانستان لخوا د وچکالۍ او اوبو د کموالي موارد به د تخنیکي ډلې لخوا وڅيړل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني له اسلامي امارته وغوښتل، چې د ایران د اوبو د حق په اړه عملي او مسؤلانه اقدامات وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له ایران سره پر سوله ییز حل ټینګار کړی او وايي، چې د افغانستان او ایران د پلاويو ترمنځ د هلمند په سیند کې د ایران د حق پر سر د راپورته شوې ستونزې د حل پر څرنګوالي خبرې روانې دي.
د کابل او تهران تر منځ د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال تړون د افغانستان او ایران تر منځ د حقابې پر سر سل کلنه شخړه اواره کړه؛ خو تهران ظاهراً نه غواړي هغه تړون ته غاړه کېدي، چې نیمه پېړۍ وړاندې یې له کابل سره لاسلیک کړی دی. په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت چارواکو تل ویلي؛ د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د تړون له مخې دوی د ایران حقابې ته ژمن دي، خو په افغانستان کې وچکالي ده او په هلمند سیند کې اوبه کمې شوې او ایران ته اوبه نهرسي.
کارپوهانو ويلي؛ دا تړون د افغانستان او ایران د صدراعظمانو ترمنځ له ۲۲ کلنو خبرو اترو وروسته لاسلیک شوی دی.
دوی ټینګار کوي، چې ایران په تېرو څلوېښت کلونو کې د افغانستان له بې ثباتۍ څخه پر ګټه اخیستو د خپل حق دوه برابره اوبه ترلاسه کړي دي.
ویل کیږي، چې د کابل او تهران ترمنځ د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د تړون د پېنځمې مادې له مخې؛ د اقلیم د بدلون او د هلمند په سیند کې د اوبو د کمښت په صورت کې د ایران د اوبو حق هم کمیږي.
تازه خبرونه
کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.
همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.
ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.
تازه خبرونه
په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”
تازه خبرونه
په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
عبدالمتین قانع وایي: د اورلګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.
ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اورلګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.
-
تازه خبرونه4 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه5 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه5 days agoد افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م
-
تازه خبرونه5 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
-
روغتيا4 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې له پرانیستې سره سم د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیل شو
-
تحول5 days agoتحول : د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو لیدنې
