تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره تعامل مو د ملي ګټو اړتیا ده – روسیه

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره د مسکو د تعامل او اړیکو په غبرګون کې ویلي؛ له اسلامي امارت سره، چې پر افغانستان د واک لرونکی دی اړیکې لرل د روسیې د ملي ګټو اړتیا ده.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره د روسیې د تعامل په غبرګون کې ویلي، چې دغه تعامل( اړیکې یا تماس ) د روسیې له ملي ګټو سره تړاو لري. په داسې حال کې، چې ځینې په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې پرې عصبي غبرګونونه ښيي.
نوموړې له تاس خبري سرچینې سره په خبرو کې ويلي: هغه کسان، چې د دغو مسايلو په اړه ليکنې کوي؛ ظاهراً دې ته پام نکوي، چې اوسنۍ ننګونې لکه له نشهيي توکو، ترهګرۍ او پلان شويو جرمونو پر وړاندې مبارزه په رښتیا هم د اړیکو ساتلو ته اړتیا لري.
زخارووا په روسیه کې تر بندیز لاندې ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم ایستلو په اړه هم ویلي، چې په روسیه کې د ممنوعه سازمانونو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د نوم ایستلو احتمال د اړیکو د اړتیا له کبله تر غور لاندې دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم تېره اوونۍ ویلي وه؛ مسکو نیت لري، چې د اسلامي امارت نوم د منع شویو ترهګرو ډلو له نوملړ څخه وباسي.
لاوروف دا هم ویلي، دوی ( اسلامي امارت ) په افغانستان کې اصلی ځواک دی.
ضمیر کابلوف هم په دې اړه ویلي، چې د مسکو او کابل اړیکې مخ پر پراخیدو دي او اسلامي امارت د روسیې دښمن ندی.