سیمه ییز خبرونه
له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو هڅې د غندنې وړ دي – ایران
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د یکشنبې پر ورځ له خپل اصلي دښمن اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د سیمې د هېوادونو هر راز هڅې ارتجاعي وګڼلې او هغه یې وغندلې.
د فرانسې خبري سرچینې د راپور له مخې؛ دا څرګندونې په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د امریکا پر منځګړیتوب د اسرائیلو او سعودي عربستان ترمنځ د رسمي اړیکو د ټینګولو لپاره خبرې اترې روانې دي. امریکا د جمعې پر ورځ ویلي، چې دواړه هېوادونه د یوې هوکړې پر لوري روان دي.
رییسي په تهران کې د اسلامي نړۍ په نړیوال کنفرانس کې د وینا پر مهال څرګنده کړې؛ له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو عادي کول د اسلامي نړۍ د دې دواړو دولتونو لهخوا یو غبرګوني او ارتجاعي کړنه ده.
تمه ده، چې د یکشنبې پر ورځ یو اسرائیلي پلاوی سعودي عربستان ته په داسې حال کې سفر وکړي، چې څو ورځې مخکې د اسرائیلو یو وزیر سعودي عربستان ته رسمي سفر کړی دی.
سعودي عربستان هم په درې لسیزو کې د لومړي ځل لپاره د چارشنبې پر ورځ یو پلاوی اشغال شوي لویدیځې غاړې ته واستاوه، چې د احتمالي هوکړې څخه مخکې فلسطینیانو ته ډاډ ورکړي.
رییسي د یکشنبې پر ورځ د اړیکو د نورمال کولو هر ډول هڅه د بهرنیانو هیله وبلله او څرګندوي، چې اسرائیلو ته غاړه ایښودل او جوړجاړی مو په لومړیتوب کې ځای نهلري.
هغه ویلي: په اشغال شوې خاوره او اسلامي نړۍ کې د ټولو جنګیالیو لپاره د حل یوازنۍ لار دا ده، چې مقاومت وکړي او د دښمنانو پر وړاندې ودریږي. هغه د ایران پر دریځ ټینګار وکړ، چې بیت المقدس باید آزاد شي.
په ۱۹۶۷ ز. کال کې اسرائیلو ختیځ بیت المقدس اشغال کړ او بیا یې سره یوځای کړل، چې فلسطینیان یې د خپل وړاندیز شوي راتلونکي دولت پلازمېنه بولي.
د اسرائیلو او سعودي عربستان ترمنځ هوکړه به د امریکا پر منځګړیتوب د ابراهام تړون څاري، چې له مخې یې اسرائیلو په ۲۰۲۰ کې له درې عربي هېوادونو سره دیپلوماتیکې اړیکې رامنځته کړې.
رییسي تېره میاشت د ملګرو ملتو د عمومي غونډې په څنډه کې ویلي؛ د سیمې د هېوادونو او صهیونیستي رژیم ترمنځ هر راز اړیکې به د فلسطینیانو پر څټ د چړې ګوزار وي.
پر ایران د شیعه او پر سعودي عربستان د سنيانو حکومتونه هغه دوه سیمهییز ځواکونه دي، چې د چین پر منځګړیتوب یې له ۲۰۱۶ راپدیخوا پرې شوې اړیکې بیا ټینګې شوې.
سیمه ییز خبرونه
د آیاسآی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو
د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې پر تور محکوم شو.
رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان یوې پوځي محکمې د پنجشنبې پر ورځ د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید په یو لړ تورونو کې پر ۱۴ کلونو بند محکوم کړی دی.
د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې په ګډون پر بېلابېلو تورونو پر بند محکوم شوی دی.
د نوموړي محکمه د ۲۰۲۴ کال د اګست پر دولسمه د پوځي محکمې لهخوا پر څلور جدي تورونو پیل شوه.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې پر لاسوهنه سربېره د رسمي رازونو له قانون، چې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو سرغړونه ده؛ تورن شوی دی.
سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.
تحریک طالبان پاکستان د کرمې په اړوند سیمه کې د خپلو ځانګړو عملیاتو پر مهال ۶ پوځیان وژلي او څلور نور ټپیان دي.
د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.
پولیسو زیاته کړې په دې نښته کې د ټيټيپي دوه وسلوال هم وژل شوي دي.
پولیس وایي؛ په دې برید کې د ټي ټي پي یو سیمهییز قومندان عثمان خیبري نومی هم وژل شوی دی.
اسلام آباد په پاکستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدا نیوکه کړې او لکه تل څرګندوي، چې وسلوال له افغان خاورې څخه پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره کار اخلي؛ خو کابل دا تورونه ردوي او څرګندوي، چې د پاکستان امنیت یوه داخلي مسله ده.
سیمه ییز خبرونه
د عمران خان زامن د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښمن دي
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د محکمې د اونیزو لیدنو له امر سره – سره د خان کورنۍ هغه ته مستقیم یا د تائید وړ لاسرسی نلري.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان، چې اوسمهال په زندان کې دی؛ زامنو یې د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری ورکوي، چې هغه د وروستي ځل لپاره درې اوونۍ مخکې ژوندی لیدل شوی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د محکمې د اونیزو لیدنو له امر سره – سره د خان کورنۍ هغه ته مستقیم یا د تائید وړ لاسرسی نلري.
د هغه زوی قاسم خان ویلي: “نه پوهیږي، چې پلار مو روغ، ټپي یا ان ژوندی دی؛ دا د رواني ځورونې یوه بڼه ده.”
د خان کورنۍ پرلهپسې د هغه شخصي روغتیا ته د لاسرسي غوښتنه کړې؛ خو د یو کال پر تېرېدو هم دې لاسرسي ته ونهرسېدل او د پاکستان کورنیو چارو وزارت دې غوښتنې ته له څه ویلو ډډه کړې. په داسې حال کې، چې د زندان یوه ناڅرګند چارواکي رویټرز ته ویلي، چې خان په ښه روغتیایي حالت کې دی او د بشپړ امنیت لرونکي زندان ته یې د لېږدولو هیڅ پلان نشته.
۷۳ کلن عمران خان د ۲۰۲۳ له اګست راپدېخوا د هغو تورونو له کبله، چې هغه يې سیاسي او غچ اخیستونکی بولي په زندان کې ساتل شوی دی. هغه لومړی په “توشهخانه” نومې قضیه کې؛ د لومړي وزارت پر مهال د ډالیو د غیرقانوني پلورلو پر تور ونیول شو. بیا د ډیپلوماټیک سند د افشا کولو له کبله پر ۱۰ کلن بند او د فساد په قضیه کې پر ۱۴ کلن بند محکوم شوی دی.
د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند وايي، چې دا دوسیې له سیاسي او ټاکنیز بهیر څخه د عمران خان د لرې کولو لپاره ډیزاین شوې دي.
د خان کورنۍ دا هم ویلي، چې د چارواکو لهخوا بشپړه چوتیا او د اړیکو نشتوالي اندېښمن کړي او د خلکو له سترګو څخه د هغه د لرې ساتلو لپاره یې د قصدي هڅو احساس رامنځته کړی دی.
قاسم خان زیاته کړې: “دا انزوا قصدي ده. دوی ترې وېره لري. هغه په پاکستان کې ترټولو ګران مشر دی او دوی پوهیږي، چې نشي کولی هغه پر ډیموکراټیک بڼه مات کړي.”
د خان کورنۍ له کورنیو او نړیوالو بشري حقونو ادارو سره اړیکه نیولې او هغه یې د لاسرسي او د محکمې د حکم سمدستي پلي کولو غوښتنه کړې ده.
قاسم خان ویلي:”دا یوازې یوه سیاسي شخړه نده؛ دا د بشري حقونو ناورین هم دی. باید له ټولو خواوو فشار رامنځته شي. هغه مونږ ته انرژي راکوي؛ اړتیا ده پوه شو، چې هغه خوندي او په امن کې دی.”
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سوداگري5 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ناستې ارزونه
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
