تازه خبرونه

له ارګ سره د هوکړې له مخې په حکومت کې د عبدالله عبدالله ځای

Published

on

(Last Updated On: )

ولسمشر غني ته نږدې یوې سرچینې ویلي، چې د ارګ او سیپیدار تر منځ د سیاسي هوکړې له مخې به عبدالله عبدالله د پخلاینې شورا د مشر په توګه غوره شي.

سرچینې، چې ون غوښتل نوم یې یاد شي؛ آرین نیوز ته ویلي، چې دا پریکړه به د رایو پر بنسټ وي او د عبدالله عبدالله دواړه مرستیالان به هم د پخلاینې شورا د مرستیالانو په توګه وټاکل شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې سرچینې وايي، چې دواړه خواوې سیاسي هوکړې ته ډېر نږدې دي.

آریانا نیوز ته د رسیدلي نولړ له مخې:

۱: عبدالله عبدالله د پخلاینې شورا د رییس په توګه

۲: د ښاغلي عبدالله دواړه مرستیالان د پخلاینې شورا د مرستیالانو په توګه

:۳: د پخلاینې شورا به دوه کمیټې او یوعمومي مجلس ولري

:۴: د سولې وزارت به له پخلاینې شورا تړلی وي

:۵: عبدالله عبدالله به د کابینې یا امنیت شورا غړی نه وي

:۶: عبدالله عبدالله به بیا هم د ګوښه کولو او نصبولو واک ونلري

:۷: د جنرال عبدالرشید دوستم لپاره هم د مارشال مسله نهایی شوې نده؛ خو کیدی شي، چې ۴ قومي مشرانو ته رتبې ورکړ شي.

۸: د دولت عالي شورا د مشورې ورکولو په موخه جوړیږي

۹: د خبرو اترو ډله به له همدې پتې کار کوي

۱۰: د پخلاینې شورا له دوه ډېر مرستیالان ولري

۱۱: له پایلې وروسته به وروستۍ پرېکړه د ملي شورا لخوا اعلان شي

۱۲: د کابینې په کچه به د عبدالله عبدالله اړوندان شتون ولري

۱۳: د عبدالله عبدالله ډله پر کورنیو چارو او یو شمېر کلیدي وزارتونو ټینګار کوي؛ خو په دې هوکړه نده شوې

۱۴: د عبدالله عبدالله یو څو کسان به د کابینې غړي وي؛ خو د ګومارنې واک به نلري.

۱۵: د یادې هوکړې د لاسلیک نېټه تردې دمه په ډاګه شوې نده

د یادونې ده، چې عبدالله عبدالله تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version