سیمه ییز خبرونه

لس پاکستاني پولیس په یوه وسلوال برید کې ووژل شول

Published

on

(Last Updated On: )

د پاکستانيو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د خیبر پښتونخوا ایالت د دیره اسماعیل خان د داربن په اړوند سیمه کې د پولیسو پر مرکز ناڅرګندو وسلوالو برید کړی دی.

سیمه‌ییزو پولیسو د دې برید د جزئیاتو په اړه څرګنده کړې؛ برید د دوشنبې پر شپه پر ځايي وخت ۳ بجې هغه وخت ترسره شو، چې بریدګرو لومړی امنیتي ساتونکي پر نښه کړل او بیا یوه ډله وسله‌وال د پولیسو مرکز ته ننوتل.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې امنیتي چارواکو ویلي، چې په دغه وسلوال برید کې لس پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

دا خونړی برید د پاکستان له ټاکنو یوازې څلور ورځې مخکې ترسره شوی دی. په داسې حال کې، چې په دې وروستيو اوونيو کې د پاکستان په تېره بيا د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې وسلوال بریدونه ډېر شوي دي.

پر پاکستاني پولیسو د ننني برید مسوولیت تر دې مه هیچا نه‌دی منلی؛ خو له دې مخکې، تحریک طالبان پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ګڼو وسله‌والو او ځانمرګو بریدونو مسوولیتونه پر غاړه اخیستي دي.

Trending

Exit mobile version