نړۍ

لاوروف له خپل اوکرایني سیال سره د خبرو لپاره ترکیې ته رسېدلی

Published

on

(Last Updated On: )

د روسیې بهرنیو چارو وزیر د ترکیې پر رسمي بلنه د انتالیا ښار ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې نن پنجشنبه به له خپل اوکرایني سیال سره یوه ناسته ولري.

د رویټرز د یو ترکي چارواکي او یوه عیني شاهد د څرګندونو له مخې په ډاګه کوي؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چارشنبې پر ورځ د ترکیې جنوبي ښار انتالیا ته په یوه ډیپلوماټیک فورم کې د ګډون لپاره رسېدلی دی.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې  نن پنجشنبه د ترکیې په جنوبي ښار انتالیا کې له ټاکلې ناستې مخکې له خپل اوکرایني سیال دیمیترو کولیبا سره د خبرو لپاره وګوري.

پر اوکراین د روسیې له برید وروسته به دا لیدنه د دواړو هېوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو لومړنۍ غونډه وي، چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر منځګړیتوب د مسکو او کیف ترمنځ ترسره کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې پر کوربتوب د انتالیا ډیپلوماټیک فورم د جمعې پر ورځ د  مارچ له ۱۱  تر ۱۳ پوري د (ډیپلوماسۍ بیا تعریفول) تر سرلیک لاندي جوړیږي.

د  یاد فورم پرانیستونکې وینا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان کوي او وروسته به د ورغلیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او لوړپوړي چارواکي د بېلابېلو موضوعاتو په اړه په یوه بحث کې هم ګډون وکړي.

Trending

Exit mobile version