تازه خبرونه

قطر په انډونیزیا کې افغان زده‌کړیالانو ته تحصیلي بورسونه ورکوي

د قطر بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د دې هوکړه لیک موخه د پوهنې پراختیا او د همکارۍ د چوکاټ رامنځته کول دي د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه تفاهم لیک موخه د پوهنې او پراختیا په برخه کې د همکارۍ د چوکاټ رامنځته کول دي، چې د افغانستان د ځوانانو د روښانه او هوسا راتلونکي په جوړولو کې مرسته وکړي.

Published

on

(Last Updated On: )

د یکشنبې پر ورځ د قطر د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې تر منځ په انډونیزیا کې افغان زده‌کړیالانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې هوکړه لیک لاسلیک شو.

د قطر بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د دې هوکړه لیک موخه د پوهنې پراختیا او د همکارۍ د چوکاټ رامنځته کول دي د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه تفاهم لیک موخه د پوهنې او پراختیا په برخه کې د همکارۍ د چوکاټ رامنځته کول دي، چې د افغانستان د ځوانانو د روښانه او هوسا راتلونکي په جوړولو کې مرسته وکړي.

د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې، چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوی؛ د دواړو هېوادونو چارواکو د افغان ښځو پر بشري پراختیا او ملاتړ ټینګار وکړ.

د دغې اعلامیې له مخې، دغه هوکړه لیک د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لولوه بنت راشد الخاطر او د انډونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مارسودي په یوه کتنه کې، چې د رسنیو په ګډون جوړه شوې وه، لاسلیک کړ.

په دې کتنه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې هیله څرګنده کړه، چې په انډونیزیا کې به له دې فرصت څخه له ۲۰ ډېر افغان زده‌کړیالان ګټه پورته کړي.

د انډونیزیا د بهرنیو چارو وزارت د افغان ښځو او نجونو د ښوونې او پیاوړتیا په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو استازیو ويلي، چې د افغانستان له ځوانانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي او په افغانستان کې به د پوهنې او بشري وړتياوو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.

Trending

Exit mobile version