لوبی

قطر د نړیوال جام د کوربتوب له کبله تر نیوکو لاندی دی – امیر

Published

on

(Last Updated On: )

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د سې شنبې پر ورځ په ډاګه کړې؛ قطر د ۲۰۲۲ فوتبال نړیوال جام د کوربتوب له داوطلبۍ ګټلو راپدیخوا تر نیوکو لاندې دی، چې ځینې یې سپکاوی هم دی.

شیخ تمیم په یوه تلویزیوني وینا کې څرګنده کړې: مونږ په پیل کې دې مسلې ته د ښه نیت له مخې راوړاندې شوو.

هغه زیاته کړه، چې ځینې لومړنۍ نیوکې رغنده وې.

هغه وایي؛ د قطر پر وړاندې جعل او دوه ګوني معیارونه پراخ شول چې له بده مرغه ډېري خلک یې د دې کمپاین تر شا د اصلي لاملونو او انګیزو پوښتنې ته وهڅول.

رویترز راپور ورکړی؛ قطر د منځني ختیځ لومړنی هېواد دی، چې د نړیوال جام کوربتوب کوي؛ خو له بهرنیو کارګرانو سره د چلند او محدودو ټولنیزو قوانینو له کبله تر سختو نړیوالو نیوکو لاندې راغلی دی.

امیر د خلیج د عربي هېوادونو د مشورتي شورا غونډې ته په وینا کې ډاډ څرګند کړ، چې دوحه د نومبر پر ۲۰ د فوتبال نړیوالې لوبې کوربتوب ته چمتو کیږي.

د رویترز د راپور له مخې؛ قطر د تورنمنت په بهیر کې د یو اعشاریه دوه میلیون لیدونکیو په طمع دی، چې د خلیج د کوچني عربي هېواد لپاره بې ساري لوژیستیکي او پولیسي ننګونه رامنځته کوي.

شیخ تمیم پدې اند دی، چې د دغه د نړیوال جام کوربتوب د قطر لپاره یوه لویه آزموینه ده. مونږ دا ننګونه پخپلو وړتیاوو د ایمان او باور له مخې ومنله. مونږ قطریان به دا ماموریت بریالی تر سره کوو. دا د ټولو لپاره اتلولي ده او دا بریا د ټولو بریا ده.

دوحې له ګرمۍ څخه د کارګرانو د ژغورنې مقررات او د میاشتني لږ تر لږه ۱۰۰۰ ریال مزد په پام کې نیولي او غواړي د آسانتیاوو رامنځته کول نور هم پراخ کړي.

رویترز دا هم څرګنده کړې؛ بهرني کارګران د قطر د شاوخوا ۳ میلیون نفوس ۸۵  سلنه برخه جوړوي، چې د نړۍ ترټولو لوی طبیعي ګاز تولیدونکی او د سړي سر یو له بډایه هېوادونو څخه دی.

هغه وایي؛ نړیوال جام به قطر ته اجازه ورکړي، چې خپل اقتصادي او بنسټیز ځواک او فرهنګي هویت وښيي.

د آریانا تلویزیوني شبکې اعلان کړی، چې په افغانستان کې یې د قطر د ۲۰۲۲ کال د فیفا نړیوال جام د خپراوي ځانګړي حقونه ترلاسه کړي دي.

د آریانا تلویزیوني شبکې په افغانستان کې د قطر فیفا ۲۰۲۲ نړیوال جام د ځانګړي خپراوي لپاره له فیفا سره نږدې کار کړی، چې دغه نړۍ والې سیالۍ به د امکان تر حده د افغانستان ډېرو کورونو ته ورسوي.

دا پداسې حال کې ده، چې د پرانیستې د مراسمو په اړه ډېر څه ندي په ډاګه شوي؛ خو د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني په دې اړه ځانګړی پلان لري او د راپورونو له مخې هغه د اورلوبو پراخه ننداره پلان کړې ده.

د لوبو د مهالوېش لپاره دا ځای کېکاږئ .

Trending

Exit mobile version