لوبی
قطر د راتلونکي فوتبال نړیوال جام د مینه والو لپاره درېیم بحري هوتل کرایه کړ

ژنیو میشتي MSC Cruises شرکت د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ په قطر کې د نړیوال جام تنظیموونکیو درېیمه بحري بېړۍ کرایه کړې، چې د راتلونکي نړیوال جام مینه والو ته به د بحري هوتل په توګه وکارول شي.
دوحه نیوز څرګنده کړې؛ طمع ده، چې دا هوسا او د آسانتیاوو لرونکې خونې به له یو میلیون څخه د ډېرو هغو نندارچیانو لپاره وکارول شي، چې قطر ته د نړیوال جام سیالیو د لیدلو لپاره راځي.
دا هوکړه؛ د قطر او اکوادور ترمینځ د پرانیستې لوبې له پیل شپږ اوونۍ لاسلیک شوې، چې په البیت لوبغالي کې د نومبر پر ۲۰ پیل کیږي.
اسوشیتید پرس (AP) راپور ورکړی، چې دغه MSC Opera ۱۰۷۵ خونې لري او د نومبر له ۱۹ څخه به د دسمبر تر ۱۹ د لاسرسي وړ وي.
د ام اس سي اوپیرا نرخونه، چې د دوشنبې پر ورځ د MSC په اوبپاڼه کې خپاره شوي؛ لږ تر لږه د دوه شپو لپاره د هرې شپې ۴۷۰ دالره ټاکل شوي دي.
په MSC اوپیرا کې ترټولو ارزانه خونه د ۱۶ غوره لوبغاړیو لپاره ۳۶۰ دالره او په وروستۍ اوونۍ کې یې کرایه ۲۲۰ دالرو ته رارسیږي.
د قطر چارواکو د اګست په میاشت کې اعلان وکړ چې دوه نور لوی کروز بېړۍ به د ۲۰۲۲ فیفا نړیوال جام په بهیر کې د بحري هوتلونو په توګه هم کار وکړي، چې دواړه بېړۍ به د نومبر پر ۱۰ او ۱۴ د دوحې بندر ته راورسیږي.
دواړه کروز بېړۍ د ۴۰۰۰ خونو ګډه وړتیا لري او ۹۳۰۰ کسان په کې ځایږي او د هوساینې له ټولو آسانتیاوو به برخمنې وي.
طمع ده، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه به شاوخوا یو اعشاریه دوه میلیون لیدونکي قطر ته د فیفا نړیوال جام د لیدو لپاره سفر وکړي.
آریانا تلویزیون په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال د قطر نړیوال جام د خپرولو ځانګړی حق ترلاسه کړی، چې له کبله به یې ۳۶ میلیون افغانان پر لیدلو خوښ شي.
آریانا نړیواله شبکه به له فیفا سره په نږدې همکارۍ کې دا نړیواله لوبه، چې له شک پرته د نړۍ ترټولو په زړه پورې لوبې دي؛ نندارې ته وړاندې کړي.
د ۲۰۲۲ فیفا نړیوال جام په قطر کې د نومبر پر ۲۱ پیليږي او د دسمبر تر ۱۸ به روان وي او ټولې لوبې به د پرانیستې او پای د مراسمو په ګډون له آریانا نړیوالې شبکې ژوندۍ خپریږي.
د یادونې ده، چې سږنی نړیوال جام د لومړي ځل لپاره په منځني ختیځ کې ترسره کیږي.