تازه خبرونه

قطر د افغانستان له ګاونډ هېوادونو څخه راستانه شویو افغان کډوالو ته کورونه جوړوي

Published

on

(Last Updated On: )

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت چارسمبالي د قطر د سرې میاشتې خیریه موسسې او نړیوالې پراختیايي ادارې له رییس سره وکتل.

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي؛ په دې کتنه کې د یاد بنسټ رييس ويلي، چې دوى د افغانستان له ګاونډ هېوادونو څخه د راستنېدونکیو افغان کډوالو لپاره کورونه جوړوي، خو د شمېر په اړه به یې د قطر له خيريه صندوق سره خبرې وکړي.

د کډوالو د حقونو هڅاندې اصفه ستانکزۍ ويلي، چې تهران او اسلام‌آباد تل له مهاجرینو سره د نړیوالو قوانینو خلاف چلند کوي.

له بلې خوا د تهران والي مرستیال مهدي باب الحوائجي ویلي، چې دوی د غیر قانوني مهاجرینو پر ضد جګړه کوي او هغه کسان، چې مهاجرینو ته کار او یا  کور ورکوي محاکمه او سزا به ورکړ شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې، چې ایران باید له افغان مهاجرینو سره د نړیوالو قوانینو په رڼا کې چلند وکړي او د هغوی له جبري ایستلو دې ډډه وکړي.

ویل کیږي، چې په دې وروستیو کې ایران او پاکستان د افغان کډوالو جبري ایستنه ګړندۍ کړې او هره ورځ له دغو هېوادونو څخه سلګونه کسان هېواد ته را شړل کیږي.

Trending

Exit mobile version