تازه خبرونه
قصاص الهي امر او اسلامي نظام یې پر پلي کولو مکلف دی – د اسلامي امارت رهبر
د قصاص د تطبیق پر ضد له اعتراضونو وروسته د اسلامي امارت رهبر د حج د ښوونکو لپاره په جوړ شوي سیمینار کې وویل، چې په نننيو شرایطو کې کفار مسلمانان له عبادت څخه منع کوي. په ځانګړي توګه د قصاص د حکم د پلي کولو په اړه. په داسې حال کې، چې قصاص یو الهي امر او اسلامي نظام یې پر پلي کولو مکلف دی.
د اسلامي امارت رهبر د قصاص د حکم پلي کول د اسلامي نظام یو فرض ګڼي او وايي، چې که څه هم کفار مسلمانانو ته د خپلو دیني دندو د ترسره کولو اجازه نه ورکوي؛ خو اسلامي امارت به دې فشارونو ته تسلیم نشي، حتا که یې سر هم په دې لاره کې قربان شي.
د قصاص د تطبیق پر ضد له اعتراضونو وروسته د اسلامي امارت رهبر د حج د ښوونکو لپاره په جوړ شوي سیمینار کې وویل، چې په نننيو شرایطو کې کفار مسلمانان له عبادت څخه منع کوي. په ځانګړي توګه د قصاص د حکم د پلي کولو په اړه. په داسې حال کې، چې قصاص یو الهي امر او اسلامي نظام یې پر پلي کولو مکلف دی.
د شرعي احکامو پر پلي کېدو د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده په کندهار کې یوه سیمینار ته خپل دا ټینګار هم څرګند کړی؛ دوی به د ټولې نړۍ پر وړاندې خپله مبارزه روانه ساتي او اسلامي احکام به پلي کوي.
د اسلامي امارت رهبر زیاته کړي: لکه څنګه، چې خدای پاک د لمانځه امر کړی؛ همداسې یې د انتقام اخیستلو امر هم کړی دی. لکه څنګه، چې هغه د لمانځه امر وکړ پر حدودو یې هم امر کړی؛ خو نن هیڅوک دوی د خدای د حکمونو د پلي کولو لپاره نه مجبوروي، خو دوی د خدای د حکمونو د پلي کولو لپاره ژمن دي. حتا که دا د دوی د ژوند پر بیه هم وي.
نوموړي ویلي، چې دوی نن له یوې لویې ازموینې سره مخ دي او د ټولې نړۍ پر وړاندې به د دین، پیغمبر صلی الله علیه وسلم او مذهب په اړه جوړجاړی ونکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اعدام سزا عملي کول د نړیوالو بنسټونو، په ځانګړي توګه د بشري حقونو ډلو له مخالفت سره مخ شوي دي. تېره جمعه، اسلامي امارت په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې څلور کسان اعدام کړل.