ساینس او ټیکنالوژي
فیسبوک د مخ پېژندنې ځانګړی سیسټم له منځه وړي
فیسبوک شرکت له نوم بدلولو وروسته پرېکړه کړې، چې خپل هغه سیسټم له منځه وړي، چې له پسټ وروسته به یې د پوسټ کوونکي څېرې پر نښه کوله.
د فیسبوک دې ځانګړتیا فیسبوک ته ګټه نه کوله؛ خو د میلونونو کسانو ځانګړيو معلوماتو او مخ پېژندنې په اړه به یې هیکرانو ته کار آسانه کړ، نو له همدې کبله یې د فیسبوک دا ځانګړنه نوره ودروله.
د میټا د اړوند ادارې مشر جي روم ويلي، دا ځانګړتیا به په راتلونکي کې د فیسبوک ځانګړیو موادو لپاره کارکوي.
دغه راز ویل شوي؛ هغه مهال، چې زمونږ معلومات د هیکرانو لخوا خپاره شوه؛ نو د فیسبوک شرکت ۶۵۰ میلون ډالر جرمانه ورکړه.
د فیسبوک ویاند ویلي، چې د مخ پېژندنې سیسټم غیرفعال کول به په نړیواله کچه ترسره شي او د ډسمبر تر میاشتې پورې به دا بهیر بشپړ شي.
ساینس او ټیکنالوژي
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
د IDC څېړنیز انسټیټیوټ راپور ښیې، چې د ۲۰۲۴ ز.کال په لومړۍ ربع کې د اپل آی فون بازار د انډرایډ ګرځند له تولید سره په سیالۍ کې سوړ شو.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د جنورۍ او مارچ په میاشت کې د نړۍ بازارونو ته ۷ اعشاریه ۸ سلنه وده وکړه، چې شمېر یې ۲۸۹ اعشاریه ۴ میلیون ته ورسېد.
د ګرځند جوړونکي شرکت (سامسونګ) د بازار ونډه ۲۰ اعشاریه ۸ راغله او په دې توګه یاد شرکت له اپل څخه له ټولو د لوی ګرځند پلورونکي مقام خپل کړ.
اپل د ۲۰۲۴ کال په تېرو درې میاشتو کې ۵۰ اعشاریه ۱ میلیون آی فونونه پلور ته وړاندې کړل، چې دا د تېر کال د ورته وخت پر پرتله ۵۵ اعشاریه ۴ میلیون کم دي. همدارنګه د ۲۰۲۳ په وروستیو دریو میاشتو کې هم چین ته د آی فون د وړاندې کولو په کچه کې ۲ اعشاریه ۱ کموالی راغلی و.
ساینس او ټیکنالوژي
د جاپان سپیس ون کایروس توغندی له توغېدو وروسته وچاودېد
د چارشنبې پر ورځ د جاپان سپیس ون کایروس کوچنی تېل سوځوونکی توغندی له توغولو لږ وروسته وچاودېد.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دغه ۱۸ مټره توغندی پر ځایي وخت ۱۱:۰۱ له توغولو لږ وروسته وچاودېد، چې لوګی او اور یې د رسنیو په انځورونو کې لیدل کیږي.
سپیس ون ویلي؛ دوی د جاپان د لویدیځ ټاپو په څنډه کې توغېدا لغو کړه او په اړه یې ارزونې هم پیل شوې دي.
د ځایي واکایاما حکومت والي شوهی کیشیموتو خبریالانو ته د سپیس ون له معلوماتو وروسته ویلي، چې یوه ستونزه د دې سیسټم د توغېدو خنډ شوې ده.
هغه په ډاګه نکړه، چې ستونزه څه ده.
کیشیموتو زیاته کړې، چې د توغندي د توغېدا مرکز ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی او اور هم مړ شوی دی.
کایروس یوه تجربه لرونکې دولتي سپوږمکۍ لېږدوله، چې کولی یې شول په لنډمهاله توګه معلوماتي او استخباراتي سپوږمکۍ په مدار کې ځای پر ځای کړي.
که څه هم جاپان په فضایي سیالیو کې نسبتا کوچنی لوبغاړی دی؛ خو د توغندیو توغولو لپاره د ارزانه وسایطو د جوړولو هڅې کوي.
ساینس او ټیکنالوژي
فیسبوک او انسټاګرام له لنډې پرچاوۍ وروسته بېرته فعال شول
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ د میټا اړوند فیسبوک او انسټاګرام د دوه ساعته تخنیکي ستونزو له کبله بېرته فعال او په ټوله نړۍ کې یې سلګونه زره کاروونکي اغېزمن کړل.
د میټا اړوند سرچینو ویلي؛ یوه تخنیکي مسله د دې لامل شوه، چې خلک زمونږ خدماتو ته د لاسرسي په اړه له ستونزې سره مخ شي.
د میټا ویاند انډي سټون په ایکس پاڼه کې له بشپړې څرګندونې پرته ولیکل، چې مونږ د خپلو اغېزمنو شویو لپاره اړوند مسله حل کړه .
سټون د فیسبوک او انسټاګرام له کاروونکیو څخه د دې ستونزې له پېښېدا بښنه وغوښته.
دا شرکت د WhatsApp او Threads په ګډون شاوخوا ۳ اعشاریه ۱۹ میلیارد ورځني فعال کاروونکي لري.
په هر حال د واټس اپ او ترایډ لپاره بندښت خورا کوچنی و.
د رویټرز د لیدل شويو پوسټونو له مخې؛ د میټا ډېرو کارمندانو په نامعلوم پیغام رسولو اپلیکیشن بلینډ کې څرګنده کړې، چې دوی نشي کولی خپل داخلي کاري سیسټمونو ته ننوځي. ان دوی حیران شول، چې له دندې ګوښه شوي دي.
د وېبپاڼو څارونکې ډاونډيټکټر څرګنده کړې، چې د فیسبوک پرچاوۍ په اړه ۳۰۰ زره او دغه راز د انسټاګرام د پرچاو کېدو په اړه ۲۰ زره شکایتونه ترلاسه شوي دي.
د یادونې ده، چې په ۲۰۲۱ ز. کال کې هم د فیسبوک، انسټاګرام او وټسآپ خدمات د تخنیکي ستونزو له کبله څو ساعتونه بند شوي وه.
-
تازه خبرونه1 day ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
نړۍ23 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
لوبی23 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري