نړۍ

فریدي نومي توپان په جنوبي آفریقا کې له ۱۰۰ ډېر کسان مړه کړل

Published

on

(Last Updated On: )

رویترز په ډآګه کړې؛ د دوشنبې پر ورځ فریدي نومي استوایي توپان د جنوبي آفریقا د موزمبیق او مالاوي اړوند سیمو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

استوایي فریدي نومي توپان له ۱۰۰ ډېر خلک مړه او ټپیان کړي او ویجاړۍ یې رامنځته کړې.

د نړۍ د هوا پېژندنې ټولنې څرګنده کړې؛ فریدي یو له ترټولو ځواکمن توپان دی، چې تر دې دمه په سویلي نیمه کره کې ثبت شوی او ممکن ترټولو اوږد مهاله استوایي توپان وي.

دغه توپان د شنبې پر ورځ د موزمبیق مرکز ټکان وخوړ، د ودانیو چتونه یې راکښته کړل او د کولیمان بندر شاوخوا پراخ سیلابونه رامنځته او بیا یې د مالاوی پر لوري له سختو بارانونو سره حرکت وکړ.

په موزمبیق کې په ځانګړې توګه د مرګ او ژوبلې بشپړ اندازه لا تر اوسه روښانه نده؛ ځکه، چې د اغېزمنو سیمو په ځینو برخو کې برښنا پرې او ګرځند کار نه‌کوي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چارو کمیشنر چارلس کالمبا په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي، توپان په مالاوي کې ۹۹ کسان وژلي، چې ۸۵ یې د بلانتایر په اصلي سوداګریز مرکز کې دي.

رویترز راپور ورکړی، چې په موزمبیق، مالاوي او ماداګاسکر کې د فریدي توپان له کبله د مړو شویو کسانو شمېر اوس شاوخوا ۱۳۶ ته رسېدلی دی.

د بلانتایر مرکزي روغتون ویلي؛ له ماسپښین څخه تر سهاره پورې لږ تر لږه ۶۰ مړي ورغلي، د بې پولې داکترانو (MSF) مشرې ماریون پچایر د تیلیفون له لارې رویترز ته ویلي، په روغتون کې د شاوخوا ۲۰۰ ټپیانو تر درملنې لاندې دي.

دغه راز ویل کیږي، چې د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د موزمبیق په زامبزیا ولایت کې لږ تر لږه لس کسان مړه شوي دي.

په موزمبیق کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې یونیسف ادارې مشر ګای تیلر رویترز ته د ویلي، چې بشري ادارې د دې اندازې ناورین سره د مقابلې توان نه‌لري.

Trending

Exit mobile version