لوبی
فريد بشارت د آزادو سیالیو لوبعاړي خپل امريکايي سيال مات کړ

(Last Updated On: )
افغان لوبغاړی فرید بشارت د UFC ټولنې په لوبه کې ځلېدلی او بریالی شو، چې خپل امریکايي سیال دامون مارکویل بلک شیر ته د نمرو پر پرتله ماتې ورکړي.
له دې بریا سره بشارت په آزادو سیالیو کې د خپلو بریاوو شمېر ۱۰ ته لوړ کړ. په داسې حال کې، چې پرلپسې ټولې لوبې یې له خپلو سیالانو ګټلې دي.
له بلې خوا د امریکا بلک شیر خپله پېنځمه ماتې تجربه کړه او ونه توانیده، چې خپلې دیارلسمې بریا ته ورسیږي.
دا لوبه نن سهار (یکشنبه د کب ۱۴) د امریکا په لاس ویګاس ښار کې ترسره شوه.