تازه خبرونه
فرانسې په نګورنو قره باغ کې د ترکیې پر لاسوهنه نیوکه کړې

فرانسې د آرمنستان او آذربایجان په شخړه کې له آذربایجان څخه د ترکیې پر ملاتړ کلکه نیوکه کړې او هغه یې جنګ غوښتنه ګنلې ده.
د آذربایجان او آرمنیا تر منځ د یکشنبې پر ورځ په نګورنو قره باغ سیمه کې نښتو زور واخیست، چې په کې د دواړو خواو کې سلګونه کسان وژل شوي او ژوبل دي.
د دواړو هېوادونو نښتو د سویلي قفقاز د بې ثباتۍ په اړه اندېښنې راپورته کړي، چې له دې لارې د تېلو پایپ لاینونه د نړۍ بازار ته تېریږي او دا وېره یې رامنځته کړې، چې سیمه ییز قدرتونه لکه روسیه او ترکیه به په کې راښکېل شي.
په ناتو کې د ترکیې ځینو متحدینو د انقرې له دریځه ملاتړ کړی، چې د آذربایجان په خاوره نګورنو قره باغ کې ارمني لږکي واکمني چلوي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې ترکیه هر هغه څه ته، چې اړتیا وي؛ کوي.
اوغلو زیاته کړې، چې له آرمنستان سره د فرانسې پيوستون د آذربایجان جمهوریت له نیولو ښکاره ملاتړ دی.
لتویا ته د سفر پر مهال د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ویلي، چې په نګورنو قره باغ کې د شخړې په اړه د ترکیې څرګندونې خطرناکې او جنګ غوښتنه ده، چې مونږ ته د منلو وړ ندي.