Connect with us

تازه خبرونه

غني د عبدالله ۵ نوماند وزیران رد کړل

خپور شوی

د

سرچینو په ډاګه کړې؛ ولسمشر غني د عبدالله عبدالله  پېنځه وزیران د کابینې د غړیتوب لپاره؛ ځکه  ندي منلي، چې سیاسي وزن، وړتیا نلري او د خلکو استازیتوب نشي کولی.

ولسمشرۍ او سپیدار ماڼۍ د نوې کابینې د غړیو په اړه له اختلافاتو سره مخ شوي؛ ولسمشر غني لږ ترلږه د عبدالله عبدالله لخوا ورپېژندل شوي پېنځه نوماند وزیران هر یو د کرنې او مالدارۍ وزارت ته نوماند  انوارالحق احدي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته نوماند مصطفی مستور، د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت ته نوماند نوررحمان اخلاقي، د عدلیې وزارت ته نوماند فضل احمد معنوي او د قومونو او قبایلو چارو وزارت ته نوماند محب الله صمیم  د کابینې د احتمالي غړیو په توګه ندي منلي او ورسره یې مخالفت کړی دی.

ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي؛ حکومت غواړي پارلمان ته داسې وزیران وروپېژندل شي، چې سیاسي درناوی ولري، د دولت د ثبات هېنداره وي او خلک د نوماند په تېرو ژوند داډه وي. دا بحث د کابینې د بشپړولو لپاتره خورا اړین دی.

ولسمشر غني د عبدالله عبدالله له مهمو سیاسی ملاتړو سره مخالفت کړی او وایي، چې د سپیدار یو شمېر وړاندیز شوي  وزیران د وزیرکیدلو معیارونه نلري؛ خو سپیدار ویلي، سیاسي هوکړې او اساسي قانون صلاحیتونه او معیارونه ټاکلي دي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي پخلاینې عالی شورا ویاند فریدون خوځون وایي: په اساسي قانون کې د وزیرانو معیارونه په ډاګه شوي؛ خو په خواشینۍ، چې د ولسمشرۍ ویاند له سیاسي هوکړې، روانو بحثونو او د اساسي قانون له ګټو بې خبره دی.

په دې پرېکړه او اختلاف نیوکې شوې دي.

یو شمېر سیاستوال وایي؛ ځینې کسان، چې د ولسمشرله خوا هم معرفي شوي وړتیا نلري.

د اساسي قانون ۷۲ ماده د نوماند وزیرانو د غوراوي معیارونه ټاکلي :

۱ـ د افغانستان تابعیت لرل

۲ـ د لوړو زدکړو، کاري تجربې او نېی شهرت لرل

۳ـ له ۲۵ کلونو لوړ عمر

۴ـ  په بشري ضد جرمونو او جنایتونو نه محکومیدل

حقوقپوه وحید فرزه یي وايي، چې د نوماد وزیرانو شرایط د اساسي قانون په ۷۲ ماده کې پوه څرګند شوي دي او د افرادو په غوښتنه او فرمایش د منلو وړ کیدی نشي.     

“شرایط پیش‌بینی شده برای نانزد وزیران در ماه ۷۲ قانون اساسی افغانستان موجود است و به فرمایش افراد نمی‌تواند قابل پذیرش باشد.”

ویل کیږي، چې دې اختلافونو داسې انېښنې را پورته کړی، چې ښایي د سولې بهیر هم له خنډ و ځنډ سره مخ شي.

تازه خبرونه

د پاکستان پوځي رژیم پر مدرسه او عامو سیمو هوایي بریدونه کړي ـ پوهنې وزارت

 د دې وزارت ویاند ویلي: په دې بریدونو کې د فاروقیې مدرسې یو طالب العلم زخمي او د بهسود ولسوالۍ اړوند ٨  د ښوونځیو زده‌کوونکي، چې پېنځه هلکان او درې نجونې وې شهیدان شوي او همدارنګه لسګونه نور بې‌ګناه افغانان، ماشومان او سپین‌ږیري، سپين سرې شهیدان او ټپیان شوي دي.

Published

on

د پوهنې وزارت ویلي، چې د پاکستان پوځي رژیم له ټولو اسلامي، انساني او بشري اصولو ښکاره سرغړونه وکړه او ډېورنډ فرضي کرښې ته نږدې یې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د مٙرغې کلي پر فاروقیه مدرسه او د ننګرهار بهسود ولسوالۍ د ګردي کڅ پر کور او نورو سیمو وحشيانه بریدونه وکړل.

 د دې وزارت ویاند ویلي: په دې بریدونو کې د فاروقیې مدرسې یو طالب العلم زخمي او د بهسود ولسوالۍ اړوند ٨  د ښوونځیو زده‌کوونکي، چې پېنځه هلکان او درې نجونې وې شهیدان شوي او همدارنګه لسګونه نور بې‌ګناه افغانان، ماشومان او سپین‌ږیري، سپين سرې شهیدان او ټپیان شوي دي.

د پوهنې وزارت ویاند زیاته کړې؛ د پاکستاني پوځي رژیم په هوایي بریدونو کې تعلیمي مرکز وېجاړ او د قرآن کریم نسخې او نور دیني کتابونه وسوځېدل.

دا نه بښونکې وحشیانه کړنې ښيي، چې د پاکستان پوځي رژیم دښمني یوازې د افغانانو له ژوند سره نه، بلکې د افغانانو له دین، زده‌کړې، ښوونیزو مرکزونو او فرهنګي بنسټونو سره هم ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې شاوخوا ۲۳زره ترهګر حضور لري – روسیه

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په افغانستان کې له نیمایي څخه ډېر جنګیالي بهرني وګړي دي؛ داعش شاوخوا ۳۰۰۰، پاکستاني طالبان ۵ څخه تر ۷۰۰۰ او القاعده ۴۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ دي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ په افغانستان کې له ۲۰ څخه تر ۳۰زره جنګیالي حضور لري، چې پوځي او سیاسي وضعیت یې اوس هم ننګوونکی دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په افغانستان کې له نیمایي څخه ډېر جنګیالي بهرني وګړي دي؛ داعش شاوخوا ۳۰۰۰، پاکستاني طالبان ۵ څخه تر ۷۰۰۰ او القاعده ۴۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ دي.

په کوچنیو ډلو کې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او جماعت انصارالله نومونه اخیستل کېدی شي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې داعش یوازنۍ ډله ده، چې د اسلامي امارت پر وړاندې فعاله ده؛ خو  دا د سیمې د نیولو توان نلري او اصلي هدف یې پر حکومت باور کمزوری کول دي. د امنیتي ځواکونو عملیاتو په تېر یو نیم کال کې د داعش بریدونه کم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل په افغانستان کې د وسلوالو ډلو شتون رد کړی او څرګندوي؛  اجازه به ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان د هوایي بریدونو په اړه ملګروملتونو ته شکایت وسپارل شو

هغه په ​​ایکس پاڼه کې لیکلي: “مونږ د دې سرغړونو د سمدستي پلټنې او بندولو، حساب ورکولو، د ځمکني بشپړتیا درناوي، د ملګرو ملتونو منشور او له نړیوالو قوانینو د بشپړ اطاعت غوښتنه کوو.”

Published

on

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چارسمبالی(سرپرست) دایمي استازي نصیر احمد فایق ويلي: د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په اړه یې، چې په کې ملکي ځاني زیانونه رامنځته شوي؛ امنیت شورا ته شکایت سپارلی دی.

هغه په ​​ایکس پاڼه کې لیکلي: “مونږ د دې سرغړونو د سمدستي پلټنې او بندولو، حساب ورکولو، د ځمکني بشپړتیا درناوي، د ملګرو ملتونو منشور او له نړیوالو قوانینو د بشپړ اطاعت غوښتنه کوو.”

هغه له امنیت شورا څخه غوښتنه کړې، چې دا موضوع د یوې جدي نړیوالې مسلې په توګه وڅېړي او پاکستان دې د نړیوالو قوانینو رعایت کولو ته اړ کړي.

د پاکستان پوځي رژیم د شنبې پر شپه په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې هوایي بریدونه وکړل، چې په کې د ښځو، ماشومانو او رده‌کوونکو په ګډون لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!