تازه خبرونه

غني او پمپیو د افغانستان د سولې بهیر د راتلونکیو هڅو په اړه خبرې کړي

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سولې بهیر د راتلونکیو هڅو او کړنو په اړه ګدې خبرې کړې دي.

ولسمشرۍ په داګه کړې، چې دواړو لوریو تېره ورځ د وډیو کنفرانس له لارې د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې اترې تر سره کړې دي.

په دې وډيو کنفرانس کې د ولسمشر دواړو مرستیالانو؛ امرالله صالح او سروردانش، د ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر، د امریکا سفارت شاژدافیر راس ویلسن هم برخوال ول.

په دې کنفرانس کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ د امریکا موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږد مهاله او ستراتیژیکو اړیکو په چوکاټ کې د متحد، خپلواک، ډیموکراټ او باثباته افغانستان رامنځته کول دي، چې له حکومت سره ورته په ګډه کار کوو.

د ارګ د څرګندونو له مخې؛ دا ویډیو کنفرانس د سولې پر بهیر، د سولې پر راتلونکيو ګامونو، د بندیانو پر خوشې کولو، د خبرو اترو پر موقعیت او د سولې اړوند پر نورو هڅو راڅرخیدلی دی.

همدارنګه دواړو لوریو د خبرو اترو پر پیل او په اړه یې د همکاریو پر اړتیا ټینګار څرګند کړی دی.

دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو څو ورځو کې به د سولې بهیر پر جزئیاتو کار وشي او په ځانګړي ډول د افغان حکومت لخوا د نااعلان شوي اوربند پر میکانیزم ټینګار وشو، چې د سولې بهیر پوره روښانه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالب بندیانو د خوشې کولو تخنیکي پلاوی اوس هم په کابل کې دی او د بندیانو پر تبادلې او خوشې کولو خبرې روانې دي او تر دې دمه نږدې ۳۰۰۰ طالب بندیان او لږ تر لږه ۴۰۰ حکومتي بندیان د دواړو لوریو خوشې شوي دي.

Trending

Exit mobile version