لوبی

عینو مېنې په افغانستان اتلانو لیګ کې میوند ته ۱۰- ۲ ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: )

د یکشنبې پر ورځ د افغانستان اتلانو لیګ په نهه‌پنځوسمه لوبه کې د عینو مېنې فوټبال لوبډلې میوند لوبډلې ته ۱۰ د ۲ پر توپیر ماتې ورکړه.

د عینو مېنې لوبغاړي احمد نبي مقدس له سیالې لوبډلې سره په لوبه کې پېنځه ګولونه ووهل او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

عبدالمجید خان دوه او ملګرو لوبغاړيو یې هر یو رحمان محمدي، عزیز احمدي او راشد نظري یو- یو ګول ترسره کړ.

د یکشنبې پر ورځ په دوه‌یمه لوبه کې اټک انرژۍ موج ساحل ته ۴ د صفر پر توپیر ماته ورکړه. د دې لوبې غوره لوبغاړی احمد نبي مقدس ونومول شو.

د دې کال لیګ تر پای ته رسېدو پورې له یوې اوونۍ لږ وخت پاتې دی، هر ګول لوبډلو ته ټاکونکی دی.

ټول دولس لوبډلې په دې لوبو کې برخه لري، چې د شنبې پر ورځ د اپریل پر ۲۰  پیل شوي.

تمه ده، چې دا لوبې د پنجشنبې پر ورځ د می پر درویشتمه پای ته ورسیږي.

د دوشنبې پر ورځ به دوه لوبې وګورئ؛ دواړه به د آریانا ټلویزیون له‌خوا پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې به سرخ پوشان خوافي د ماسپښین پر یوه بجه د ابو مسلم فراه لوبډلې سره مخ کیږي.

په بله لوبه کې استقلال کابل له سرسبز یاشلر سره درې نیمې بجې لوبیږي.

د سږکال په زړه پورې سیالۍ د افغانستان د فوټبال فډراسیون، آریانا ټلویزیون او ملاتړي ویکټور انرژي له‌خوا پر ګډ کوربتوب تر سره کیږي.

په ټول هېواد کې د فوټبال مینه‌وال کولی شي هره ورځ د آریانا ټلویزیون له لارې د خپلې خوښې لوبډلې په لوبغاړي کې وکوري.

Trending

Exit mobile version