نړۍ
عمران خان به له رغېدو سره سم خپل اعتراضونه بیا پیل کړي
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان، چې د جمعې پر ورځ یې پر اعتراضي لاریون ډزې شوي او پر پښه ټپي دی؛ یو ګوندي لوړپوړي مشر یې د روغتیایي وضعیت له ښه کېدو سره پر اعتراض پیلولو ټینګار څرګند کړ.
عمران خان د جمعې پر ورځ ناوخته له خبریالانو سره په خبرو کې ژمنه وکړه، چې هغه به خپل احتجاج له رغېدو وروسته بیا پیل کړي.
مرمۍ د هغه د ښۍ پښه پر ورانه لګېدلې ده.
عمران خان د پنجشنبې پر شپه په شوکت خانم روغتون کې تر جراحۍ لاندې ونیول شو.
هغه پر ویلچر ناست خبریالانو ته وویل: اعتراض به مو روان وي.
عمران خان لومړی وزیر شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله خان او د پوځ جنرال فیصل نصیر تورن کړل، چې د ډزو په تنظیمولو کې لاس لري.
نوموړي د خپلو تورونو لپاره هیڅ ثبوت وړاندې نکړ؛ خوڅرګندونې یې د شهباز شریف د حکومت لخوا رد شوې او د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزیب یې د دروغو کڅوړه بولي او وایي، چې حقیقت نلري.
حکومت وايي، په دې اړه یې د لوړې کچې پلټنو امر کړی دی.
پولیسو وایي، برید کوونکی، چې د برید په ځای کې نیول شوی، د جمعې پر ورځ تر پوښتنو لاندې نیول شوی دی.
د پنجشنبې پر ورځ، سیمه ییزو پولیسو یوه ویدیو خپره کړه، چې د اجتیتاج پر مهال پرې ډزې کیږي.
عمران خان، چې د کرکت پخوانی ستوری او سیاستوال و، د اسلام اباد پر لور د لاریو او موټرو په یوه لوی احتجاجي کاروان کې د برید پر مهال روان و.