تازه خبرونه

عبدالله عبدالله د ټولګډونه حکومت طرحه اشرف غني ته سپارلې

Published

on

د عبدالله عبدالله پلویان وايي، چې طرحه یې وروستۍ ده او نور د نرمښت ځای په کې نشته او تر پایه به یې دفاع کوي.

د واک پر سر روانه سیاسي لانجه حساس پړاو ته ننوتلې او داکتر عبدالله عبدلله ولسمشر اشرف غني ته د لانجې د حل لپاره د تولګدونه حکومت د جوړولو خپله طرحه سپارلې، چې که د ولسمشر لخوا ومنل شي؛ نو په راتلونکیو ۵ کلونو کې به د  دواړو واکونه او حکومتي ونډه  سمه نیمه وي.

د ثبات او همپالنې ډلې غړی بشیر احمد ته‌ینج ویلي؛ مونږ خپله طرحه لیکلې او لیږلې، چې په کې د داکتر عبدالله برخه او واک ښکاره شوی دی. که زمونږ دا غوښتنې ونه منل شي؛ د ټولګډونه حکومت لپاره مونږ او زمونږ لار ځانګړې شوې ده.  

تر اوسه ولسمشر د عبدالله عبدالله دغه طرحه نده منلې؛ خو د عبدالله عبدالله پلویان ټينګار کوي، چې طرحه یې وروستۍ ده او اوس د ارګ ځواب ته په تمه دي.

هغه کسان، چې د ولسمشر او عبدالله تر منځ جوړجاړی له نږدې څاري وايي، چې د ثبات او همپالنې ډلې لخوا په حکومت کې پر اجرائيه ونډه ټينګار د دې لامل شوی، چې خبرې هوکړې ته له نږدې کیدو سره سره له ستونزو سره مخ شي.

ارګ د لانجې د اواري لپاره د خبرو ور پرانیستي پرېښی او وايي، چې د سیاسي لانجې د غوڅولو لپاره اوس هم خبرې او مشورې روانې دي؛ خو کومې مثبتې پایلې ته ندي رسیدلي.

د ولسمشرۍ د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ویلي؛ د افغانستان حکومت د ټولګډونه واک لپاره له ټولو سیاسي اړخونو سره  خبرې کوي او خبرې روانې دي. د یوې غوره پایلې لپاره وخت ته اړتیا ده.

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ د ولسمشر او عبدالله عبدالله ترمنځ روانه لانجه د سختې اندېښنې وړ ګڼي او ټينګار کوي، چې حالات د ترینګلي کیدو پر لوري روان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې عبدالله عبدالله له ولسمشر غني سره د سیاسي جوجاړي په موخه د خپل غوښتنلیک پر وروستي کولو بوخت دی.

ښاغلي عبدالله ته نږدې سرچینې وايي، په دغه غوښتنلیک کې د ډاکټر عبدالله د متحدینو غوښتنې مطرح شوي، چې مهم یې په کابینه کې پنځوس سلنه ونډه، د سولې په بهیر کې برخلیک ټاکونکی رول او په هغو ولایتونو کې د والیانو ګومارنه شامله ده، چې ډېرې رایې یې په کې ګټلې دي.

Trending

Exit mobile version