تازه خبرونه
عبدالله عبدالله له تاجک ولسمشر سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن (سې شنبه د مرغومي ۲) د خپل دوه ورځني سفر په لړ کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان د سولې په بهیر کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
امام علی رحمان عبدالله غبدالله ته ډاډ ورکړی، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي.
عبدالله عبدالله، چې تېره ورځ تاجکستان ته په دوه ورځني سفر تلی ویلي، چې دواړو لوریو د افغانانو پر خپلمنځي خبرو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړې دي.
عبدالله عبدالله تېره ورځ د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین مهرالدین سره هم د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې دي.
د ملي پخلاینې عالي شورا په ډاګه کړې: د دې شورا مشر د افغانستان د سولې بهیر، له طالبانو سره د مذاکراتو او له تاجکستان سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي پرون د تاجکستان له لومړي وزیر قاهر رسول زاده سره هم کتلي او دا لیدنه یې د ډاډ وړ ستایلې ده.
ښاغلي عبدالله ویلي؛ مونږ د افغانستان د سولې بهیر، د سولې خبرو، د سولې لپاره د سیمه ییز ملاتړ او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې اترې وکړې او هغه د افغانانو د سولې په اړه د خپل هېواد له بشپړ ملاتړه ډاډ څرګند کړ.