تازه خبرونه
عبدالله عبدالله د طالبانو له اختریز اوربنده هرکلی وکړ

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله د اختر په ورځو کې د طالبانو د اوربند له اعلانه هرکلی کړی؛ خو وایي، چې لنډمهالی اوربند دایمي حل ندي.
عبدالله عبدالله ویلي؛ مونږ باور لرو، چې په هېواد کې د اوسني کړکیچ حل؛ دایمي اوربند، ګړندۍ خبرې او د جګړه پای ته رسول دي.
د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې په دغه ویاړ لنډمهاله اوربند به د خلکو لپاره د لنډې آرامۍ زمینه برابره کړي؛ خو د هېوادنیو ستونزو اساسي او دایمي حل ندی.
عبدالله له طالبانوغوښتي، چې د سولې په اړه خبرې بیا پیل کړي.
عبدالله عبدالله ویلي؛ مونږ یوځل بیا له طالبانو غواړو، چې خبرو اترو ته دوام ورکړي، دایمي اوربند وکړي، د دښمنیو او وینو تویېدل ودروي او د ټولو خواوو لپاره یو هراړخیزه، عادلانه او منل شوی سیاسي حل ومومي.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې خپلو ټولو غړیو ته لارښوونه کړې؛ د افغانانو لپاره خوندي او ډاډمنه فضا رامنځته او عملیات ودروي، چې هېوادوال مو د روان کال د کوچني اختر درې ورځې ارامه او ډاډه ونمانځي.
طالبانو په تېرو وختونو کې هم د اختر په ویاړ په ټول هېواد کې اوربند اعلان کړی؛ خو له اختر نمانځلو وروسته سمدلاسه بیا جګړه پیل کړې ده.
دغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې اوړمه ورځ د کابل د لویدیځ د سیدالشهدا د ښوونځي مخې ته موټر بم او دوه نورې چاودنې شوي، چې په کې لږ تر لږه ۷۰ زدکوونکي وژل شوي او له ۱۶۰ ډېر نور ټپیان دي.