تازه خبرونه
طالب مشر خپلو پلویانو ته پر ظلم نه کولو ټینګار څرګند کړ

طالب مشر په یوې اختریزې څرګندونې کې له خپلو پلویانو غوښتي، چې پر خلکو دې ظلم نکوي.
دا له امریکا سره د طالبانو د سولې راوستلو د هوکړې له لاسلیک وروسته د طالب مشر لومړنۍ څرګندونه ده، چې په کې لهتاوتریخوالي او د جګړې امر ندی شوی.
طالب مشر سپارښتنه کړې، چې په دې بحراني شرایطو کې دې پرخلکو ترحم، شفقت او مهرباني ولري او د ځورولو، ظلم او تکبر لامل نشي.
هغه ټینګار وکړ، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به کومه انحصاري پالیسي ونلري او د ټولو نرینه وو، ښځینه وو په ګډون د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي کیږي.
د طالبانو مشر له امریکا غوښتي؛ د سولې راوستلو لاسلیک شوې هوکړه دې پلي کړي او هیچاته دې اجازه نه ورکوي، چې د پلي کیدلو مخه یې ونیسي.
هغه دا هم څرګنده کړې: راځئ د همدې هوکړې پر بنست مخ ته ولاړ شو، چې ستاسو د قواوو وتلو او په افغانستان او سیمه کې سولې او آرامۍ ته زمینه برابره شي.
د طالب مشر په دې اختر پیغام کې د اختر پرمهال د اوربند یادونه نده شوې.
دا اختریز پیغام په داسې مهال خپریږيو چې د افغانستان د سولې استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د سولې خبرو د په ټپه ولاړ خالت د ماتولو لپاره خپل سفر پیل کړی دی.