Connect with us

تازه خبرونه

طالبان دې د جګړې پر ځای سوله غوره کړي – دفاع وزارت

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

دفاع وزارت وايي، تېره شپه دولس بجې د حکومت له لوري اعلان شوی یو اړخیز اوربند پای ته ورسید؛ خو غوره به دا وي، چې طالبان د جګړې پر ځای سوله غوره کړي.

د روژې له اووه ویشتمې تر تېرې شپې د حکومت له لوري د وسلوالو طالبانو پر وړاندې یو اړخیز اوربند اعلان شوی و، چې تېره شپه پای ته ورسید. د حکومت له لوري د لومړي پړاو د اوربند پر مهال طالبانو د اختر تر درېیمې اوربند وکړ؛ خو حکومت خپل یو اړخیز اوربند لس ورځنی نور هم وغزاوه. طالبانو د خپل اوربند له پای ته رسیدو راپدیخوا پر افغان ځواکونو پراخ بریدونه وکړل او مرګ و ژوبله یې هم ور واړوله.

د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وايي، مونږ اوربند ته ژمن یو او بیا هم سوله غوره بولو؛ خو که طالبان جګړه انتخاب کړي پر وړاندې به یې هوايي او ځمکني عملیات وغزول شي.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وایي؛ له اوربند سره حکومت ثابته کړه، چې خپلې خبرې ته ژمن دی؛ خو امنیتي او دفاعي ځواکونه د اوربند پر معنا پوه شوي نه ول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغان ځواکونه باید ماشه پر لاس ولاړ وای، چې له ځانه یې ساتنه ساتنه کړې وه.

د کارپوهانو په وینا؛ ملي ځواکونه باید د طالبانو پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړي، چې له لاسه وتلې سیمې بېرته لاسته ورشي او خپل قوت طالبانو او نورې نړۍ ته وښيي.

خبریال: خلیل الرحمن امید

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!